لکه څنگه چي د جرمني د حکومت مرستیال ویاند وولفگنگ بیوشر د دوشنبې په ورځ په برلین کي وویل، په لومړي پړاو کي باید پر دې بحث وسي چي د دا ډول حالت د رامنځته کیدو په صورت کي باید څه ډول غبرگون وښودل سي. بیوشر وویل: «اومیکرون موږ له نوو چيلينجونو سره مخامخ کوي». هغه دې ته اشاره وکړه چي کیدای سي د شخصي ملاقاتونو، لویو غونډو او همدارنگه کوچنیو رستورانونو ته د تگ له پاره نوي مقررات رامنځته سي.
لکه څنگه چي بیوشنر خبر ورکړی، د اومیکرون د نوي ډول له امله چي د کارپوهانو په حواله په ښکاره ډول د دغه ویروس د نورو ډولونو په پرتله په چټک ډول د پراخیدو په حال کي دی، د سه شنبه په ورځ د جرمني حکومتي مشران او مشراني یو وار بیا ددغه هیواد له صدراعظم اولاف شولڅ سره سي.
د یکشنبې په ورځ د جرمني د حکومت له خوا د کارپوهانو ټاکل سوي نوي شورا د اومیکرون په هکله معلوماتو ته په کتوسره خبرداری ورکړ چي له امله به یې نه یوازي دا چي روغتیايي سیستم تر فشار لاندي راسي، بلکي د دغه هیواد تر گواښ لاندي زیربنايي سیستم به هم اغیزمن سي. چي په هغه کي د نورو ترڅنگ پولیس، ژغورونکې عمله، مخابراتي او همدارنگه د اوبو او بریښنا رسولو سیستم هم شاملیږي.
کارپوهان د کرونا ویروس له امله د هغه کاري جمعیت په هکله هم لوی خنډونه ویني چي د نورو ترڅنگ د ډېرو کوچنیانو او یا هم په بستر کي پراته کسانو پالنه هم ور په غاړه ده.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي دي چي تر ترگواښ لاندي ټولو زیربنايي چارو له پاره داسي عاجل پلانونه موجود دي چي د دغي پاندیمي د شدت په پام کی نیولو سره به پلي سي.
هغه وویل چي نوموړي وزارت د دغه ویروس پروسه له نیژدو تعقیبوي. د هغه په خبره په اوس وخت کي د آلماني پولیسو له شاوخوا ۵۰ زره ښځینه او نارینه کارکوونکو څخه، ۷۹۱ یې په قرانطین کي دي. په دې توگه عملیاتو ته چمتووالی په بشپړ ډول تضمین سوی دی.
په آلمان کې د کرونا له کبله د مړو شمیر تر ۱۰۰ زرو اوښتی دی او اوس تر بل هر وخت ډېري نوې پېښې رامنځته کيږي. د واکسين لګولو کچه هم لوړه نه ده او په بېلا بیلو سيمو کې د کرونا د وبا ډله ایزې مثبتې پېښې هم مخ پر ډيريدو دي.
انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance
خواشينونکی بيلانس
د بن ښار په يوه هديره کې يو سړی د خپلې ښځې پر مړينه وير کوي. هغه په آلمان کې د کرونا د تر ۱۰۰ زرو ډېرو قربانيانو څخه يوه وه چې د نورو ناروغيو د درلودو ترڅنګ یې په کرونا د اخته کيدو له کبله ژوند له لاسه ورکړ. په دې وروستيو کې يو ځل بيا په ښکاره ډول د کرونا له کبله د مړينې پېښې ډېرې شوي دي.
انځور: Ute Grabowsky/photothek/imago images
وروستی خبرداری
پر يوه تابوت د خښولو د يوه خدماتي شرکت د کارکوونکي له پاره د خبرداري په توګه «کرونا» ليکل شوې ده. په دې وورستيو کې هم په کرونا زياتره هغه زاړه کسان مړه شوي دي چې د کرونا واکسين یې نه وو لګولی. خو ډېر واکسين شوي کسان هم په دې وروستيو کې په کرونا اخته کيږي.
انځور: Robert Michael/dpa/picture alliance
د ډېر عمر لرونکو په اړه اندېښنه
برلين ته څېرمه د زړو کسانو د يوه استوګنځي د يوه اوسيدونکي د کرونا ټیست ترسره کیږي. په دې تېرو څو ورځو کې د زړو کسانو په استوګنځايونو کې د کرونا ډېرې پېښې رامنځته شوې او يو شمير زاړه کسان يې له امله مړه شول. له دې کبله د روغتيا څانګې د کارکوونکو له پاره د واکسين پر مکلفيت بحثونه روان دي. په ايټاليا، فرانسه او يونان کې دا مکلفيت شته، په اتريش کې به هم ژر عملي شي.
انځور: Jens Kalaene/dpa/picture alliance
د ماشومانو په اړه هم اندېښنې شته
په ښوونځيو او وړکتونو کې په منظم ډول د کرونا تيستونه ترسره کيږي. سره له دې د پنځو او څوارلسو کلونو ترمنځ عمر لرونکو ماشومانو کې د کرونا کچه د لويانو په پرتله درې چنده لوړه ده. له همدې کبله ډېري ميندې او پلرونه د ماشومانو له پاره د کرونا واکسين جواز ته سترګې په لار دي. د روانې اوونۍ په پای کې به د اروپايي ټولنې اړونده اداره په دې تړاو پريکړه وکړي.
انځور: Christian Charisius/dpa/picture alliance
د روغتونونو بسترونه ډک دي
که څه هم چې تر اوسه په آلمان کې په روغتونو کې د بستري کسانو شمير د تېرکال د همدې مودې په پرتله ټيټ دی خو د روغتونونو عملې د خطر زنګ غږولی دی. په زاکسن ایالت کې يو شمير روغتونونه د دې ستونزمنې پريکړې کولو ته مجبور دي چې کوم مريض لومړی تداوي کړي.
انځور: Jan Woitas/dpa/picture alliance
په عامه ترانسپورت کې د درې - جي مقررات تطبقيږي
په ريلونو او بسونو کې اوس د درې - جي مقررات عملي کيږي. دا په دې معنا ده چې په عامه ترانسپورت کې يوازې هغه کسان سفر کولی شي چې واکسين شوي وي، له کرونا رغيدلي وي او يا د کرونا منفي ټيست له ځانه سره ولري. د پزې او خولې د ماسک کارول هم جبري دی او د نه کارولو په صورت کې تر ۱۵۰ يورو نغدي جريمه هم ټاکل شوې ده.
انځور: Eibner/imago images
له کوره کار
څوک یې چې کولی شي بايد له کوره کار وکړي. د کوره د کار مکلفيت همدا د جون مياشت په پای کې له منځه وړل شوی وو خو اوس بيرته بايد عملي شي. د کرونا مخ پر زياتيدونکي شمير ته په کتو سره بايد تماس کم کړای شي.
انځور: Imago/S. Midzor
د کرسمس بازارونو برخليک
د آلمان په يو شمير ښارونو او سيمو کې دمګړۍ د کرسمس بازارونه چې په آلمان کې ډېر محبوبيت لري، پرانيستل شوي دي. په ځیني نورو سيمو کې بيا د کرونا د لوړ شمير له کبله دغو بازارونو ته اجازه نه ده ورکړل شوې. په يو شمير سيمو کې بيا د ځينو لارښوونو په مراعت کولو سره سړی له دې بازارونو خوند اخيستلی شي.
انځور: Philipp von Ditfurth/dpa/picture alliance
د کرونا واکسين
دا چې په آلمان کې د کرونا واکسين د لګولو کچه ډېره لوړه نه ده نو حکومت هڅه کوي د نويو پروګرامونو سره دغه کچه لوړه کړي. د کرونا واکسين د دريم دوز لګولو په برخه کې هم بايد پرمختګ وشي څو د آلمان د راتلونکي صدراعظم اولاف شولڅ په خبره ولس د ژمي له پاره چمتو کړل شي.
انځور: Fabian Sommer/dpa/picture alliance
قيودات به بيا عملي شي؟
د کرونا لوړ شمير او تر شپږو میاشتو تېريدو وروسته د کرونا واکسين په برخه کې ناکافي پرمختګ ته په کتو سره قيودات اړين بريښي. په هغه صورت کې يو شی ګټه کولی شي او هغه په منظم ډول د کرونا ټيست کول دي. دمګړۍ په ټول آلمان کې دغه ټيسټونه په وړيا توګه ترسره کيږي.