1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان د یووالي ورځ؛ ولسمشر ولسواکۍ ته د ګواښونو خبره کوي

احمد حکيمي l اسوشیتید پریس، رویترز او دفرانسې خبري اژانس
۱۴۰۵ مهر ۱۱, شنبه

جرمني د شنبې په ورځ په ټول هیواد کې د «جرمني یووالي ورځې» ۳۶مه کلیزه لمانځي. د دې ورځې مرکزي ملي مراسم سږ کال د آلمان په بریمن کې ترسره کېږي. د آلمان ولسمشر شټاینمایر بیا ولسواکۍ ته د پیښو ګواښونو خبرداری ورکړی دی.

د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، د دې هیواد صدراعظم فریدریش میرتڅ او نورو لوړپوړو چارواکو د رسمي مراسمو لپاره د «دې ګلوکه» کنسرټونو تالار ته ولاړل
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، د دې هیواد صدراعظم فریدریش میرتڅ او نورو لوړپوړو چارواکو د رسمي مراسمو لپاره د «دې ګلوکه» کنسرټونو تالار ته ولاړلانځور: Sina Schuldt/dpa/picture alliance

د جرمني د یووالي ورځ د ۱۹۹۰ کال د اکتوبر درییمه نیټه یادوي؛ هغه ورځ چې د پخواني ختیځ جرمني پنځه ایالتونه په رسمي ډول د جرمني له فدرالي جمهوریت سره یوځای شول او له څه باندې څلورو لسیزو ویش وروسته دغه هیواد بیرته متحد شو.

د آلمان د بريمن ښار په سنټ پیتر کلیسا کې له مذهبي مراسمو وروسته، د آلمان ولسمشر فرانک والتر شټاینمایر، د دې هیواد صدراعظم فریدریش میرتڅ او نورو لوړپوړو چارواکو د رسمي مراسمو لپاره د «دې ګلوکه» کنسرټونو تالار ته ولاړل.

شټاینمایر د ولسمشر په توګه د آلمان د یووالي ورځې په خپله وروستۍ وینا کې خبرداری ورکړ چې د آلمان ولسواکي یو ځل بیا له ننګونو سره مخ ده. د ولسمشر شتاینمایر دویمه او وروستۍ دوره د راتلونکي کال په مارچ کې پای ته رسېږي.

شټاینمایر په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې هغه فکر کاوه چې «هر چا له تاریخ څخه درس اخیستی»، خو اوس ویني چې د ښي اړخي افراطیت پلویان هڅه کوي د هولوکاست د قربانیانو یاد له منځه یوسي.

په بریمن کې د جرمني د یووالي د ورځې جشنونه د یکشنبې تر ورځې دوام کوي او له ۵۵۰ ډیر مختلف پروګرامونه پکې شامل دي.انځور: Sina Schuldt/dpa/picture alliance

ولسواکۍ ته ګواښونه او ښي اړخو محبوبیت

نوموړي زیاته کړه چې یو وخت یې باور درلود د آلمان ولسواکي خوندي ده، خو په خبره یې هغه اوس ویني چې دغه ولسواکي یو ځل بیا له ننګونو سره مخ شوې ده.

شټاینمایر  وویل، د ۱۹۸۹ کال له بدلونونو وروسته یې د سیاسي پرمختګونو تمې تر هغې ډیرې وې چې په عملي توګه رامنځته شوې. د نوموړي په وینا، تمه یې لرله چې لیبرالې یا آزاده ولسواکۍ او نړیواله همکاري به لا ډیر پرمختګ وکړي او پیاوړې به شي، خو په دې برخه کې «ترخه شاتګونه» هم رامنځته شوي دي.

شټاینمایر خپل راتلونکي ځای ناستي ته په اشارې وویل چې په راتلونکو کلونو کې به د ټولنیز یووالي پیاوړتیا او د هېواد د یووالي ساتل لا ستونزمن شي.

په بریمن کې د جرمني د یووالي د ورځې جشنونه د یکشنبې تر ورځې دوام کوي او له ۵۵۰ ډیر مختلف پروګرامونه پکې شامل دي. تمه ده چې سلګونه زره کسان په کنسرتونو، بحثونو، لارښود سفرونو او نندارتونونو کې ګډون وکړي.

د شرقي او غربي آلمان له بیا یوځای کیدو څخه ۳۶ کاله وروسته هم د جرمني د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د عاید، شتمنۍ او په لوړو دولتي او اقتصادي پوستونو کې د استازیتوب په برخو کې د پام وړ توپیرونه په خپل ځای پاتې دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب