1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پر کابل لس توغندي توغول شوي

۱۳۹۹ آذر ۲۲, شنبه

د افغان چارواکو په وینا د توغندیو د برید له کبله لږ تر لږه یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي. دا له یوې میاشتې څخه په کمه موده کې دوهم دا ډول برید دی چې ترسره کیږي.

Afghanistan Raketenangriff auf Kabul
آرشیف انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین خبریالانو ته وویل: «نن سهار لس توغندي د لب جر سیمې څخه توغول شوي دي.» د هغه په خبره درې توغندي د کابل هوایي ډګر ته څیرمه لګیدلي دي او اووه د هستوګنې په سیمه کې لګیدلي دي چې یو ملکي کس پکې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

تر دې دمخه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین د ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي ول چې لومړني راپورونه ښيې چې څلور توغندي د لب جر ساحې څخه د یوه سراچه موټر څخه توغول شوي چې دوه یې د هوایي ډګر څخه لېرې ساحه کې لګیدلي او کوم زیان یې نه دی اړولی.

د دې رپوټ تر خپریدو لا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د کابل پولیسو هم د شنبې په سهار (د ۲۰۲۰ کال د دسمبر ۱۲مه) وختي ترسره شوی برید تائید کړی دی او ویلي یې دي چې یو توغندی د پلازمېنې په ختیځه څنډه کې لګیدلی دی.

د نومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه اته تنه هغه مهال ووژل شول چې پر کابل باندې ۲۳ توغندي فیر شول. د دغه برید مسوولیت د داعش ډلې پر غاړه اخیستی وو.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې پر خبرو اترو سربیره په وروستیو میاشتو کې په کابل کې د یو شمیر خونړیو بریدونو په شمول د ټول افغانستان په کچه تاوتریخوالي زور اخیستی دی. د سپتمبر میاشتې په ۱۲مه نېټه په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو اترو پرانیستغونډه وشوه.

د نومبر پر برید سربیره داعش په کابل کې د دوو نورو خونړیو بریدونو پړه هم منلې وه.

په دغو دواړو بریدونو کې تعلیمي مرکزونه په نخښه شوي وو چې یو پکې پر کابل پوهنتون برید وو.

اسوشتید پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې چارواکي پر تعلیمي ادارو باندې د بریدونو له پاره د حقاني شبکه تورنوي.

آ./س.ر./ا.ا.

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل