1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآلمان

برلین کې ډزې؛ یو تن وژل شوی دوه ټپیان دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

د المان پولیسو ویلي دي چې په پلازمینه برلین کې د ډزو په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. د پولیسو په وینا ډزې د برلین په شونه بیرګ سیمه کې د شپې د یوې بجې شاوخوا شوي دي.

پولیسو تر اوسه پورې د ډزو د عامل او دلیل په هکله څه نه دي ویلي او زیاتوي چې د قتل په هکله یې څیړنې روانې دي.
په پلازمینه برلین کې د ډزو په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.انځور: Ondrej Hajek/CTK Photo/dpa/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر میاشتې پر ۵) د آلمان پولیسو وویل چې په پلازمېنه برلین کې د ډزو په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو د راپورونو په حواله، ډزې د برلین په شونه بیرګ سیمه کې د شپې شاوخوا یوه بجه شوي چې په نتیجه کې یې یو ۴۲ کلن کس تر ټپي کیدو وروسته د روغتون پر لار مړ شوی دی.

د دغو ډزو په نتیجه کې سیمې ته د پولیسو د بیړنیو خدماتو ګڼ شمیر افسران رسیدلي ول. د پولیسو په وینا په ډزو کې یو تن جدي ټپي شوی او دویم کس بیا سطحي ټپي دی. پولیسو زیاته کړې ده چې دواړه ټپیان یې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال کړي دي.

پولیسو تر اوسه پورې د ډزو د عامل او دلیل په هکله څه نه دي ویلي او زیاتوي چې د قتل په هکله یې څیړنې روانې دي.

آيا هغه افغانان چې جرمونه یې کړي باید له آلمان څخه اخراج شي؟

32:06

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل