سروې: په هر پنځو کسانو کې یو ېې له آلمانه پر وتلو فکر کوي
۱۴۰۴ دی ۲۰, شنبه
دغه سروې د آلمان د ادغام او مهاجرت د تحقیقاتو مرکز (DeZIM) له خوا د یوه کال په موده کې شوې ده چې ۲۱ سلنه پوښتل شوو کسانو په کې ويلي چې دوی له آلمانه پر وتلو فکر کوي.
دغه فیصدي په آلمانيانو کې چې د مهاجرت مخینه نه لري ۱۷ سلنه ده او په هغو افرادو کې چې آلمان ته ېې مهاجرتونه کړي، دوه برابره ده.
له آلمانه د وتلو انګیزه
یوه تر ټولو عامه انګېزه چې خلک له آلمانه پر وتلو فکر کوي هغه د یو بهتره ژوند هیله ده چې د دغو کسانو تقریباً نیمايي برخه ېې په همدې فکر دي. هغه کسان چې د مهاجرت مخینه لري، اغلب ېې په آلمان کې د تبعیضي چلند تجربې هم بیان کړي دي.
نور ولولۍ: په آلمان کې د پناه غوښتنې د عريضو شمیر راکم سوی دی
خو په ټوله کې له آلمان څخه د وتلو یا مهاجرتي پلانونو فیصدي ډېره ټيټه ده. د آلمان د احصائیې فدرالي ادارې د معلوماتو پر اساس، د یوه کال په موده کې یوازې ۲ سلنه خلکو غوښتي چې له آلمانه وځي. د آلمان د فدرالي احصایې د ادارې د شمیرو له مخې په ۲۰۲۴ کال ۱ اعشاریه ۲میلیونه خلکو آلمان پریښی وو.
دغه سروې یادونه کوي چې د مهاجرت اړوند په عمومي بحثونو کې تر ډېره بریده دغه واقعیت ته چې خلک په پر له پسې توګه له آلمانه وځي، پام نه کیږي، هغه بهیر چې د دغه هېواد په نفوس کې د بدلون او د کاري او بشري قوې د کمښت پاېلې له ځانه سره لري.
نور ولولۍ: په آلمان کي د لا سخت مهاجرتي سیاست غوښتنه
په دغه سروې کې موندل شوې چې تر ټولو ډېر هغه خلک له آلمانه پر وتلو فکر کوي چې په ترکیه کې کورنۍ اړيکې لري، همدارنګه منځنی ختيځ او شماليٍ افریقا سیمې اوسیدونکي چې ۳۹ سلنه جوړي. دغه فیصدي له پخواني شوروي اتحاد څخه په راغلو مهاجرو کې ۳۱ سلنه او د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو په مهاجرو کې ۲۸ سلنه ده.
یاده سروې د ۲۰۲۴ کال اوړي او د ۲۰۲۵م کال اوړي تر منځ په موده کې ترسره شوې چې څېړونکو په کې له ۲۹۳۳ کسانو سره مرکې کړي دي. له هر ګډونوال څخه پنځه ځله پوښتنې شوي تر څو په حالاتو کې د بدلون له مخې خپل نظرونه بیان کړي. څېړونکو په نظرونو کې کوم عمده بدلون پيدا نه کړ. یوازې د ۲۰۲۵م کال په فبروري میاشت کې د آلمان له عمومي انتخاباتو مخکې په مهاجرو او د هغوی په اولادونو کې د مهاجرت کولو له پاره یو لس فیصدي زیاتوالی وليدل شو.
نور ولولۍ: په پاکستان کې د سلونو افغانانو برخلیک لا هم نامعلوم دی