په ۲۰۲۱ م کال کي د طالبانو له خوا په افغانستان کي د قدرت تر نیولو وروسته په دغه هیواد کی انساني کرامت تر پښو لاندي کیږي. د وصلت حسرت نظیمي په نظر د ۹۰ یمو کلونو وحشت بیرته راگرځیدلی دی.
اعلان
په زرونو کسان د فوټبال د دوړو ډک یوه سټوډیم کي سره راټول سوي دي. هغوی پر یوې ښځي باندي راټول سوي دي. هغه په خپله شنه برقع کي پر مځکه ناسته ده. د هغې تر څنگ یو سړی ولاړ دی، چي یو کلاشینکوف یې ورته نیولی او فیرونه پر کوي. دا په ۹۰ یمو کلونو کي د طالبانو د لومړۍ دواکمنۍ پرمهال عام اعدام ؤ. ټوله افغانان دغه تصاویر پيژني. یا یې په خپلو سترگو لیدلي دي او یا په ټلویزون کي تعقیب کړي دي.
زما دپاره هم په عام محضر کي دغه اعدام په هغه وخت کي د وحشته ډکه یو یاد دی. په هغه وخت کي زه کوچنۍ وم. په خارج کي زما کورنۍ او ما دغه صحنې د هغو محدودو ویډیوگانو له لاري تعقیب کړي وې، کومو چي د هیواد حالت یې بیاناوه، چي هلته څه پيښ سوي دي.
په عامه محضر کي د اعدامونو دسته جمعي شوک
ما هیڅ وخت فکر نه کاوه، چي دغه صحنې به بیرته تکراریږي - دا هم ترهغه وروسته چي د امریکا متحده ایالاتو د ۲۰۲۱ م کال په اکتوبر کي په افغانستان کي مداخله وکړه او ۲۰ کاله مسلسل د غربیانو نظامي حضور ؤ. خو حالت بل ډول سو.
د ۲۰۲۱ م کال په اگست میاشت کي په افغانستان کي د طالبانو له خوا د قدرت بیرته نیول په ډیري اندیښنې سره تعقیبوم. دغه اونۍ طالبانو یو سړی اعدام (قصاص) کړ، کوم چي په قتل باندي متهم ؤ. د مقتول پلار باید د ټولو خلکو په مخکي هغه فیر کړی وای. په دغه صحنه کي نه یوازي لوړ رتبه طالبانو حضور درلود، بلکه په سلونو د محل اوسیدونکو او کوچنیانو هم.
په اطمینان سره دا د طالبانو تر دوهم واري قدرت رسیدو وروسته لومړنی اعدام نه ؤ. خو په هر صورت دا لومړنی اعدام ؤ، چي هغوی تائید کړی دی. ماته داسي معلومیږي، چي هغوی دا حتی یوه لاسته راوړنه بولي.
تر دې دمخه څو اونیو کي هغوی بیرته د ښځو او نارینه وو په عامه محضر کي د شلاقو وهل هم شروع کړي وه. په اکثرو دغو قضیو کي پر هغوی باندي د غلا یا زنا تور لگیدلی ؤ.
افغانستان ته نوي یم کلونه بیرته راگرځیدلي دي
تر دې خرابه نسي کیدلای: په عامه محضر کي اعدامونه او د افغانانو دپاره دسته جمعي شوک اوس بیرته یو واقعیت گرځیدلی دی. طالبانو پر بل ډول ادعاوو سربیره تغيیر نه دی کړی. د نوي یمو کلونو په ډول بیرته اعدامونه او په شلاقو وهل شروع سوي دي.
ناامیدي او مایوسي
په اول سر کي داسي غلطې ادعاوي او تصور موجود ؤ، چي افغانستان به یو وار بیا بیرته تیاره وختونو ته ور ونه گرځي. خو اوس موږ پوهیږو چي په نړۍ کي به داسي بل هیواد نه وي، چي تر افغانستان پکښي ډیره تیاره وي. د گالوپ د یوې تازه نشر سوي نظر پوښتني پراس ۹۸ فیصده ښځي او ۹۷ فیصده نارینه په افغانستان کي خپل ژوند د کړاوه ډک بولي. خصوصأ په ښځو کي بیا ځان وژني ډيري سوي دي.
په عین وخت کي تر ۲۰ ملیونه اضافه افغانان د لوږي سره مخامخ دي.
زما څخه په تکرار سره دا پوښتنه کیږي، چي ولي افغانان لکه د ایران غوندي په احتجاجونو لاس نه پوري کوي. واقعیت دا دی چي هغوی نه د دې دپاره قوت لري او نه هم امیدواري. تر څلورو لسیزو اضافه جنگونو او د هغه څخه رامنځته سوي رواني تکلیفونو پر خلکو باندي خپل آثار پرې ایښي دي.
سړی هیڅ فکر نه کوي، چي د بشرحقوقو د اعلامیې تر تصویبیدو ۷۴ کاله وروسته هم په ۲۰۲۲ م کال کي په افغانستان کي د بشر حقوق بیرته په دغه شکل سره تر پښو لاندي کیږي. او نړۍ هم ورته گوري، بیله دې چي څه وکړي. داسي معلومیږي چي په تیرو شلو کلونو، یعني دقیقأ هغو وختونو کي چي د دغو حقوقو مراعتول د غربي نظامي متحدینو دپاره یو مهمه وظیفه گڼل کیدله، نور په هوا سوي وي او له منځه تللي وي. لکه افغانستان چي په یوه بله سیاره پوري مربوط وي او هیڅوک د خلکو د بدبختیو مسئولیت پرغاړه نه لري.
پر طالبانو باندي فشار واردول
ایا د بشر حقونه عمومي نه دي او په ټول جهان کي اعتبار نه لري؟ طالبان خپل سیاست د اسلامي شریعت پر بنأ توجیح کوي، خو اسلامي هیوادونه، لکه افغانستان هم تر دوهم جهاني جنگ او ملگرو ملتونو تر تأسیسیدو وروسته د بشر حقوقو د اعلامیې په جوړیدو او تدوین کي کار کړی دی. او که حتی دا کار یې هم نه وي کړی، په اسلامي بدیل سره هم، یعني « په اسلام کي د بشر د حقوقو د قاهرې د اعلامیې» پراساس هم دغه بې عدالتۍ چي هره ورځ په افغانستان کي رامنځته کیږي، د توجیح وړ نه ده. دغه اعلامیه د ۱۹۹۰ کال د اگست پر پنځمه د اسلامي هیوادونو د کنفرانس له خوا تصویب سوه، د کوم چي افغانستان یې هم غړی ؤ.
د بشر د حقوقو د مدافعینو په حیث دا زموږ وظیفه ده، چي په افغانستان کي د ښځو او نارینه وو کړاو ته توجه راواړوو او د طالبان پر رژیم باندي فشار وارد کړو.
دا نسي کیدلای، چي زه نن ورځ بیا هم په ټلویزون کي د شلاقو او اعدامونو تصاویر ووینم، هغه ډول چي ۲۵ کاله دمخه مي لیدلي وه او لکه چا چي مي غاړه بندوله او خپه کولمه یې.
د دغو ټولو واقعیتونو تر بیانولو وروسته زه دې ترخې نتیجې ته رسیږم، چي که موږ د دې دپاره څه ونه کړو یا څه نسو کولای، چي د بشر حقوق د نړۍ په هر کونج کي مراعت سي، بیا نو موږ مجبوره یو، چي ۷۴ کاله دمخه په پاریس کي د ملگرو ملتونو په عمومي اسامبله کي تصویب سوې د بشر د حقوقو اعلامیه ناکامه وبولو.
وصلت حسرت نظيمي/ق.ن./ن.ص.
د دوحې له تړونه د جمهوریت تر سقوطه؛ د افغانستان اړونده مهمې پیښې