1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د طالبانو اداره دې په هیڅ شرط په رسمیت نه پيژندل کيږي«

شمس الرحمن ناصر | کاتولیک خبري آژانس
۱۴۰۴ آبان ۱۳, سه‌شنبه

څو سازمانونو د المان حکومت ته په پرانیستي لیک کې د طالبانو ادارې په رسمیت پيژندل کیدو په لاره کې له هر ډول اقدام سره مخالفت کړی دی. دوی همدرانګه د نړیوال جنایت په توګه د جنستي اپارتاید په رسمیت پيژندل کیدو غوښتنه کړې ده.

آرشیف انځور: په بن کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ انځور له بهر څخه
آرشیف انځور: په بن کې د افغانستان د جنرال قونسلګرۍ انځور له بهر څخهانځور: Nazenin Wali/DW

د بشري حقونو د فعالانو له نظره د المان حکومت طالبانو ته تر اندازې ډیر نزدې شوی دی. اوس یو شمیر سازمانونو په یوه پرانیستي لیک کې د طالبانو رژیم ته هر ډول مشروعیت ورکول له افغان ښځو او نجونو سره خیانت بللی دی.

تر لسو ډیرو سازمانونو د المان له حکومت څخه غوښتي دي چې تر هیڅ ډول شرایطو لاندې دې د طالبانو رژیم په رسمیت نه پيژني او د دې ډلې له خوا د بشري حقونو د نقض کیدو پر وړاندې دې روښانه او پریکړنده دریځ خپل کړي.

په دې پرانیستې لیک کې چې د المان د لومړي وزیر فریدریش میرڅ، د بهرنیو چارو وزیر یوهان واده فول او د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت، په مخاطب کولو سره لیکل شوی، راغلي دي چې په المان کې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې د طالبانو د دوو استازو منل کیدل «یو انديښمنونکی سګنال» دی.

د دې لیک لیکونکو دغه اقدام داسې یوه رژیم ته د مشروعیت او مصؤنیت ورکولو په برخه کې «خبرداری ورکوونکې نښه» بللې ده چې «په غیر قانوني ډول او زورزیاتي سره یې واک په خپل لاس کې نیولی دی او په دوامداره توګه نړیوال بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.»

د دې لیک پر اساس د طالبانو اوسني حکومت ته مشروعیت ورکول «په افغانستان کې له نجونو، ښځو او څنډې ته پریښوول شوو کسانو سره خیانت او په دغه هیواد کې د حاکم نارينه سالارۍ نظام پياوړی کول» ګڼل کیږي.

طالبانو په افغانستان کې یو وار د واک له نیولو وروسته نجونې او ښځې په تدریج سره د تعلیم له حق څخه محرومې کړې او ډیر شمیر نور محدودیتونه یې پرې وضع کړل. دوی حتی بې له محرم څخه د ازادانه تګ راتګ اجازه نه لري.

د دې لیک لیکونکو د المان له حکومت څخه غوښتي چې له خطر سره د مخامخ کسانو په ځانګړي توګه د نجونو او ښځو ملاتړ وکړي او نباید افغانستان او یا کوم دریم هیواد ته دې هیڅ اخراج صورت ونیسي، چیرې چې هلته دوی له تبعیض یا سیستماتیک تاوتریخوالي سره مخامخ کیږي.

د المان حکومت کوښښ کوي د رد شوو پناه غوښتونکو ، په ځانګړي توګه د هغو کسانو چې جرم یې کړی دی د اخراج بهیر اسانه کړي او په دې برخه کې یې په کابل کې له طالبانو سره د تخنیکي مذاکرات کړي دي.

په لومړي ځل رایه ورکوونکي افغانان څه هیله لري؟

04:20

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب