1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بایډن: بن لادن مو د دوزخ تر دروازې تعقیب او په نخښه کړ

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۳, دوشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو لسمه کلیزه، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د را ایستلو د توجیه کولو فرصت په توګه وکاروه.

Weltspiegel 15.04.2021 | USA Washington | Präsident Joe Biden zu Truppenabzug Afghanistan
انځور: Andrew Harnik/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د یکشنبې په ورځ (د می میاشتې په ۲ نیټه) د پاکستان په ایبټ آباد کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د وژل کیدو د لسمې کلیزې په ارتباط وویل: «مونږ به د هغو ګواښونو چې له افغانستان څخه متوجه وي تعقیبولو او سرکوبه کولو ته دوام ورکړو.»

د امریکا ولسمشر زیاته کړه چې د بن لادن د وژل کیدو خبر داسې یوه شیبه وه چې»هیڅ کله به یې له یاده ونه باسم».

بایډن په هغه بیانیه کې چې له سپينې ماڼۍ څخه خپره شوې ده ویلي: «مونږ بن لادن د جهنم تر دروازې تعقیب او په نخښه کړ».

د امریکا ولسمشر زیاته کړې: «مونږ له ټولو هغو کسانو سره په خپله ژمنه وفا کړې ده چې د سپټمبر په ۱۱ یي خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي.»

نوموړي په عین وخت کې د هغه وخت د ولسمشر بارک اوباما ستاینه هم وکړه چې د القاعده شبکې د مشر پر وړاندې یې د مخفي عملیاتو ترسره کولو اجازه ورکړې وه.

بایډن ویلي دي که څه هم د القاعدې ترهګریزه شبکه په افغانستان کې کمزورې شوې ده، «خو متحده ایالات به د نورو ترهګریزو ډلو د ګواښونو پر وړاندې ويښ او بیداره اوسي.»

بایډن تیره میاشت اعلان کړی وو چې واشنګټن به خپله تر ټولو اوږده جګړه د سپټمبر میاشتې تر ۱۱ نیټې پورې پای ته ورسوي او له افغانستان څخه به خپل ټول ځواکونه وباسي. خو کارپوهان ویره لري چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته کیدای شي دغه هیواد یو وار بیا له ګډوډۍ او هرج و مرج سره مخامخ شي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا