1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کاناډا وايي په افغانستان کې ېې يو پخوانی عسکر نیول شوی

۱۴۰۳ آبان ۲۷, یکشنبه

رپوټونه وايي طالبانو په افغانستان کې د کاناډا پوځ د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی سرتیری نیولی دی. د کاناډا صدراعظم، جستن ترودو، د یکشنبې په ورځ وویل چې اوتاوا د دغه عسکر نیول کیدل «ډېر جدي» ګڼلي دي.

د کابل په نړېوال هوايي دګر کې طالبان
رپوټونه وايي طالبانو په افغانستان کې د کاناډا پوځ د ځانګړو ځواکونو یو پخوانی سرتیری نیولی دیانځور: Karim Sahib/AFP/Getty Images

د کاناډا د سي ټي وي نیوز په نامه تلویزیون د یوه رپوټ پر اساس، متقاعد عسکر ډیويډ لاوري د يکشنبې په ورځ د کابل په هوايي ډګر کې تر ناستې لږ وروسته د طالبانو له خوا «ونیول شو.»

یاد تلویزیون د یوې بې نومه سرچينې له قوله ويلي چې معلومه نه ده چې نیول شوی کاناډايي عسکر چېرته بیول شوی دی.

د کاناډا صدراعظم وویل: «زه مخکې له هر څه تاسو ته ډاډ درکوم چې د کاناډا حکومت دغه پېښه او وضعیت ډېر زیات جدي نیولي ده.» جستین ترودو دغه څرګندونې د پيرو په لیما ښار کې د اسیا پسفیک اقتصادي همکاریو (APEC) د سرمشريزې په پای کې هغه وخت وکړې چې د نیول شوي عسکر په هکله وپوښتل شو.

ترودو زیاته کړه چې د لاوري کورنۍ له پاره کونسلي مشورې چمتو شوي خو «د عملیاتي او شخصي حریم دلایلو» پر اساس ېې د جزئیاتو له ورکړې ډډه وکړه.

لاوري په ۲۰۲۱م کال کې د دې له پاره د رسنیو د خبرونو په سرټکو کې راغی چې له کابل څخه یې د امریکا او د هغه د متحدینو د ځواکونو د وتلو په ګډوډيو کې ېې د کابو سلو افغانانو په اېستلو کې مرسته وکړه.

د فرانسې خبري آژانس ليکي ډيويډ لاوري د کاناډا په پوځ کې لسیزې تېرې کړي او د دغه پوځ د ځانګړو ځواکونو د عملیاتي واحد «جاینت تاسک فورسز ۲» یو مهم غړی وو.

د لاوري په هکله ويل شوي چې په وروستيو کې ېې په کابل کې یو خصوصي امنتيي شرکت درلود.

(AFP)mks/akh

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب