د آلمان خبري آژانس د خبر له مخي د کرونا پاندمي پر وخت په نړيواله کچه تقريبا ۱۲ ميليون مېرمنې د حامله توب مخنيوی کوونکو درملو ته په لاسرسي کي ستونزي لرلي. د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) له خوا په په خپاره سوي تازه راپور کي راغلي چي له دې کبله ۱،۴ مليونه مېرمنې حامله سوي بېله دې چي اراده يې ولري.
د راپور له مخي پاندمي په ۱۱۵ هيوادونو کي د دې لامل سوې چي د ماشوم زېږونې او کورنۍ د اړوند پلان نيولو په برخه کي و اړينو درملو او موادو ته په لاسرسي کي ستونزي رامنځ ته کړي. په زياته په کم عايد يا منځني عايد لرونکو هيوادونو کي دغه ستونزه رامنځته سوې. د پاندمي له کبله پر سفرونو محدوديتونه هم د اړينو درملو د نه رسېدو لامل بلل سوي.
د راپور له مخي په زياته په بې وزله هيوادونو کي د ښځو غير ارادي حامله توبونه د هغوی ژوند ته جدي پايلي لرلای سي.
د م.م. د نفوس صندوق (UNFPA) د نفوس سره تړلو موضوعاتو مسؤليت په غاړه لري. دغه صندوق په نړيواله توګه د زېږېدنو د کنترول او ورته موضوعاتو له پاره د مېرمنو مراقبت کوي او د دې تر څنګ د جنسيت پر اساس تاوتريخوالي، د ماشومانو د ودولو او ورته موضوعاتو په تړاو د پوهاوي زياتولو دنده لري.
آ./ا.ا./ن.ص.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(08.04.2017):
مسلمانې میندې به تر ټولو زيات ماشومان وزیږوي
اوسمهال په ټوله نړۍ کې مسیحي میندې تر ټولو ډیر ماشومان زیږوي. خو یوې امریکايي څیړنیزې ادارې «پیو» په خپله یوه تازه څیړنه کې ویلي دي چې په راتلونکو دوو لسیزو کې به مسلمانې میرمنې ډیر بچیان وزیږوي.
انځور: Reuters/Muhammad Hamedمسیحي مورګانې په دویم مقام کې
د امریکايي «پيو» څیړنیز مرکز په حواله، د مسیحیانو د نفوس د کمښت یو دلیل دا دی چې د اروپا په ځینو هیوادونو کې د مرګ د کچې په پرتله د نویو زیږیدونکو ماشومانو شمیر کم دی. د دې خبرې یوه بیلګه د آلمان هیواد دی.
انځور: imago/imagebrokerد مسلمانانو د نفوس ډیروالی
د «پیو» د څیړنیز مرکز په رپوټ کې همدا راز راغلي دي چې که چیرته د نړۍ په کچه د نفوس دغه بدلون همدا راز ادامه ولري، نو د روانې پیړۍ تر پایه پورې به له مسیحیانو د مسلمانانو شمیر لوړ شي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Johnsonد مسلمانانو او مسیحيانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو ترمنځ فرق
د «پیو» څیړنیز مرکز شمیرې همدا راز ښيي چې د ۲۰۵۵ او ۲۰۶۰م کلونو په اوږدو کې د مسیحیانو او مسلمانانو د نویو زیږیدونکو ماشومانو په شمیر کې به ۶۰ لکه فرق ولیدل شي. د دې څیړنې په حواله، په ۲۰۶۰م کال کې به د نړۍ د مسلمانانو نفوس د ټولې نړۍ د نفوس ۳۱ سلنه او مسیحیان به ۳۲ سلنه تشکیل کړي.
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Imagesد «پیو» څیړنیز مرکز د ۲۰۱۵م کال په خپله څیړنه کې ویلي وو چې په راتلونکو لسیزو کې به د مسلمانانو نفوس په چټکی سره ډیر شي او په دې توګه به د ټولې نړۍ ترټولو ستر مذهبي جوړښت وګرځي.
انځور: Getty Images/AFP/Y. Nagoriد ۲۰۱۰م کال نه تر ۲۰۱۵م کال پورې په ټوله نړۍ کې د نویو زیږول شوو ماشومانو له جملې څخه ۳۱ سلنه یې په مسلمانو کورنیو کې دنیا ته راغلي دي. دوه کاله مخکې د همدې ادارې په یوه رپوټ کې راغلي وو چې تر ۲۰۵۰م کال پورې به د مسلمانانو او مسیحیانو نفوس سره برابر شي.
انځور: Ahmad Al-Rubaye/AFP/Getty Imagesد نړۍ نور مذهبونه د نفوس په کتار کې وروسته دي
د هندوانو او یهودانو په ګډون د نورو مذهبونو د لارویانو نفوس به که څه هم تر ۲۰۶۰م کال پورې لوړ شي خو د نړۍ په کچه په چټکۍ سره د ډیریدونکي نورو مذهبو د نفوس ډیره کمه برخه به تشکیل کړي.
انځور: Reuters/R. Zvulun