په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او پخواني ولسمشر بشارالاسد ته د وفا دارو وسله والو ترمنځ خونړیو نښتو او کمينونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي. له جګړې څخه د څار یو سازمان چې دغه خبره ېې کړې وايي په لسهاوو کسان ټپیان شوي هم دي.
په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او اسد ته د وفا دارو وسله والو ترمنځ خونړیو نښتو کې او کمينونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شويانځور: Huseyin Nasir/Anadolu/picture alliance
اعلان
د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان پر اکس شبکه ليکلي: «د سوريې په سواحلو کې د دفاع او کورنیو چارو وزارت ځواکونو او د بشارالاسد پرځول شوي رژیم ته د وفادارو وسله والو تر منځ خونړیو نښتو او کمينونو کې تر ۷۰ ډېر کسان وژل شوي او په لسونو نور ژوبل او نيول شوي دي.»
یاد سازمان وايي چې د پنجشنبې په ورځ حکومتي او اسد ته وفادارو ځواکونو ترمنځ د سوريې د ساحلي ښارګوټي جبله په دوو کلیو کې نښتې وشوې چې پکې ۴۸ کسان ووژل شول. دغه سازمان زیاتوي چې دا په دسمبر میاشت کې «د اسد رژیم تر نسکورېدو وروسته د نوي حکومت پر چارواکو تر ټولو خونړۍ حملې دي.»
د سوریې حکومت د مخالفینو د شکنجې له پاره په مخصوصو کوټو کي له څو کړنلارو کار اخیست: په دُرو وهل، برقي شوک، له خوب څخه محرومیت، د ښځو او نارینه وو بربنډول او جنسي تیری.
انځور: Ugur Yildirim/DIA Images/ABACAPRESS/picture alliance
د صيدنايا زندان يوه برخه
د دمشق په صيدنايا زندان کي پلټونکي، ملکيان او جنګيالي اوس هم په داسي پټو ځايونو پسې ګرځي چي ګومان کيږي اوس به هم هلته په سونو بنديان بند پاته وي. اوس په دغه زندان کي حتي ځيني ځايونه کيندل کيږي.
انځور: Basili Sandro/ABACA/picture alliance
د دمشق د صيدنايا زندان د شکنجې يوه خونه
د سوریې په زندانونو کي د" الوتونکی فرش" په نوم د شکنجې یو بل ډول وو چي قرباني کس به یې پر یوې تختې کښیناوه او وروسته به پیره دارانو د تختې دواړې خواوی پورته کولې او د زنداني کس زنگنونه او سینې قفس (پوښتۍ)به یې دومره سره نیژدې کول تر څو په بدن کي به یې د سخت درد سبب سي.