1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آکسفام: کرونا ټولنیزه نابرابری زیاتوي

۱۳۹۹ بهمن ۶, دوشنبه

د آکسفام نړيوال مرستندويه سازمان په نړۍ کې د کرونا وبا له کبله د ټولنيزې پرله پسې نابرابرۍ څخه خبردارې ورکړې دی. دغه سازمان د نړيوال اقتصادي فورم تر غونډې لږ د مخه په دې اړه يو رپوټ چمتو کړی دی.

Indien Obdachloser in Delhi
انځور: Zeenath Akhtar/DW

دغه نړيوال سازمان په برلين کې د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۱ م کال د جنورۍ ۲۵ مه نيټه) په برلين کې وړاندې کړل شوي رپوټ کې ويلي چې په داسې حال کې چې د نړۍ زر تنه شتمن کسان کولې شی د کرونا بحران له کبله ورته پيښ شوي زيانونه په نهو میاشتو کي بیا ورغوي، خو بې وزله او فقير کسان له دغه زيانونو څخه د وتلو له پاره د لسو کلونو څخه زياتې مودې ته اړتيا لري.

 آکسفام د دغه څيړنې له پاره چې د «نابرابرۍ ويروس« تر سرليک لاندې خپره شوې، له ۷۹ هيوادونو څخه د ۲۹۵ اقتصادې کارپوهانو او غوره څيړونکو څخه د نابرابرۍ موضوع په هکله پوښتنې کړي. له دوې څخه ۸۷ سلنه پوښتل شويو کسانو ويلې، چې د کرونا بحران له کبله يې په هېواد کې د ډيرې نابرابرۍ د رامنځته کيدو او يا کم تر کمه د دې د ډيريدلو انتظار کيږې. نړیوال بانک برسیره پردې وړاندوينه کوي، چې په ۲۰۳۰ م کال به په نړۍ کې ډير خلک د کرونا  له پيل څخه مخکې وخت په پرتله په فقر او بیوزلۍ کې ژوند وکړي.

اړونده موضوع: آلمان: د کرونا کړکیچ د کوچنیانو بې وزلي زیاته کړې

له همدې کبله پراختيايي سازمانونو د مالیاتو سیاست په برخه کې د لنډې مودې بدلون غوښتنه کړې ده، تر څو شرکتونه وکولې شي په مناسب ډول د عامه مالياتو تامين په برخه کې ګډون ولرې. په آکسفام کي له آلمان څخه د «ټولنيز عدالت» د ټيم رئیس توبیاس هاوشيلډ ټينګار کړې دی: «په اوس وخت کي ستر او ډير شتمن شرکتونه د دغه بحران د منځه وړلو له پاره باید خپله عادلانه ونډه ادا کړي.»هغه زياته کړه:« موږ باید په ټولنه کي د نابرابریو په هکله وپوهيږو او خپل شرايط د یووالي او چاپيریال ساتنی په روحيه برابر کړو.»

د مرستې رسولو سازمان آکسفام په نړۍ کې د بیوزلۍ او لوږې د منځه وړلو له پاره فعالعيت کوي، چې د نړۍ  له ۹۰ څخه زياتو هیوادونو کې له اتلس څخه ډير سازمانونه ورسره فعالعیت کوي او شا او خوا درې زره همکار بنسټونه لري.

زموږ له آرشيف څخه:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب