1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

درد څه شی دی او ولي پيدا کيږي؟

۱۳۹۹ مهر ۲۹, سه‌شنبه

درد هغه ناوړه احساس دی چې ټول انسانان ورسره بلد دي. خو دا احساس ولې پيدا کيږي؟ او آیا درد بدن ته کومه گټه هم لري؟

Symbolbild Frau tröstet Freundin
انځور: picture-alliance/dpa/C. Klose

درد د هغه اشارې نوم دی چې عصبي نظام یې د بدن په کومه برخه کې د گډوډۍ په لیدو سره ورکوي. دا هغه بد احساس دی چې د ټپ، تکليف، سوزيدو او یا خارښت په شکل کې پيدا کيږي. درد کيدای شي موقتي او يا هم د اوږدې مودې له پاره وي او کيدای شي د بدن په يوه ځانگړې برخه او يا هم په ټول بدن کې وي. همدا راز یې شدت هم کم او يا ډېر وي خو اصل یې يو وي او هغه دا چې د بدن په کومه برخه کې يو څه گډوډي شته.

د درد يوه اساسي گټه داده چې له لارې یې بدن ته د ورپېښې هر ډول ستونزي په موندلو کې کليدي نقش لري. که چیري تاسې درد حس نه کړئ نو ښايي ونه پوهيږئ چې ځان مو په شديده توگه ټپي کړی دی او يا دا چې تاسې به هیڅ په دې ونه پوهيږئ چې له يوې جدي روغتيایي ستونزې سره مخ ياست.

د درد دوه بنسټیز ډولونه - شديد او دايمي

شديد درد په عمومي توگه ډېر ژر پيدا کيږي او عامل یې کومه ناروغي، زخم يا التهاب کيدای شي. دا ډول درد په عمومي توگه تشخيصيږي او درملنه یې کیږي. دا هم واضح ده چې شديد درد په عادي توگه ډېره اوږده موده دوام نه کوي، خو دا امکان شته چې په دايمي درد بدل شي.

دويم ډول دايمي درد دی چې ډېره موده دوام کوي او له وجې یې نورې ډېري ستونزې رامنځته کيدلای شي. هر درد علاج نه لري، خو په ډېرو مواردو کې یې د درملنې امکان موجود وي. تر ټولو مهمه خبره داده چې د درد په علت يا وجه پسې لټه وشي او دا معلومه شي. خو د درملو په مرسته د درد د وجې د علاج پرته هم له دې څخه راحت ترلاسه کيدلای شي.

د درد بنسټيز لاملونه

عصب مغز ته د کډوډۍ يا ستونزې د رامنځته کيدو پېغام ليږدويانځور: Imago Images/Panthermedia/eskymaks

انسان هغه وخت درد حس کوي چې د Nociceptor»» نوسي سيپتر په نوم عصب د بدن په يوه برخه کې گډوډۍ يا زيان وويني. د دې په اړه معلومات دغه عصب د ستون فقرات د مهرو له لارې مغزو ته ورکوي.

د بېلگې په توگه که سړی يوې گرمې سطحې ته لاس ور وړي نو عصب د ستون فقرات د مهرو له لارې مغزو ته خبر ورکوي. د دې په ځواب کې مغز په سملاسي توگه عضلاتو ته د ځان د ټولولو امر کوي يعني دا چې له دې گرم شي څخه ځان لیرې کړي، په دې توگه بدن ته لږ زيان رسيږي.

دا عکس العمل دومره چټک وي چې مغزو ته د درد د حس تر رسيدو مخکي مغز د دې زمينه برابره کړي وي چې لاس له گرمې سطحې څخه ايسته شي خو د درد دا پېغام او يا دا ناوړه حس وروسته احساسیږي.

د عصب له لارې د دې ډول پېغامونو ليږدول، د ستون فقرات د مهرو له لارې د دې پېغام تیريدل او مغزو ته د دې معلوماتو رسېدل، د چټکۍ له لحاظه په مختلفو کسانو کې د درد د مختلف احساساتو لامل کيږي.

درد طبيعي څه نه بلکې يوازې يو احساس دی

درد په اصل کې وجود نه لري، بلکې د عصبونو له لارې مغزو ته د رسيدونکو معلوماتو پلټنه ده. مغز د دې معلوماتو پر اساس پريکړه کوي چې درد څومره بايد وي، يعني که د سړي پښه ماتيږي يا یې لاس زخمي کيږي نو درد په اصل کې د سړي د پښې پر مات شوي ځای يا ټپي شوي لاس په هغه ځای کې نه وي، بلکې د هغه د پېغام وي چې مغز پرې غور کوي او پلټي یې. عصب پر يوه ځای بدن ته د رسيدلي نقص يا زيان په اړه معلومات مغزو ته استوي او مغز د دې معلوماتو پر اساس د درد پريکړه کوي. مغز هم په دوامداره توگه زيان [ټپ] ارزوي او نور معلومات ليږدوي او په دې توگه مغز هم د درد د حس د زياتولو او يا کمولو پريکړه کوي.

د درد د کمولو يوه لاره دا هم کيدای شي چې مغز ته له دې درد څخه زيات مهم شی د فکر کولو له پاره ورکړل شي. يعني د تکلیف پر وخت داسې يو کار چې د مغزو له پاره ډېر مهم وي، له درد څخه د راحت يوه ډېره ښه لاره کیدلی شي.

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب