د پیکاسو یوه نقاشي په ۱۰۳ مليون ډالرو وپلورل سوه
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبهد پیکاسو د « کړکۍ څنگ ته ناسته یوې ښځي (Marie-Thérèse) « تابلو چي په ۱۹۳۲ م کال کي بشپړه سوې وه ، د پنجشنبه په ورځ په نیویارک کي په ۱۰۳،۴ میلیونه ډالرو په ارزښت چی د ۸۵،۴ میلیونو یورو سره معادلي دي ، په خرڅلاو ورسیده. ددغي تابلو پر سر د خرڅلاو سیالي د ۱۹ دقیقو په ترڅ کي ۹۰ میلیونه ډالرو ته ورسیده چي د رانیوونکي شخص له پاره د کمیشن په ورکولو سره په ۱۰۳،۴ میلیون ډالرو تمامه سوه.
د دغي تابلو پخواني خاوند هغه اته کاله مخکي په لندن کي د یوې بلي سیالۍ په ترڅ کي په ۲۸،۶ میلیونه انگیسي پونډ چي د ۴۴،۸ میلیونو ډالرو معادل دي ، رانیولې وه. تر اوسه پوري د پیکاسو پنځه اثرونه له ۱۰۰ میلیون څخه په اضافه پیسو پلورل سوي دي.
د »الجزایري ښځو« په نامه د پیکاسو بل اثر په ۲۰۱۵ م کال کي په تر ټولو لوړ قیمت یعني ۱۷۹،۴ میلیونو ډالرو خرڅ سوی دی.
د » کړکۍ څنگ ته ناسته یوې ښځي« د تابلو خرڅلاو او د پیکاسو د آثارو له پاره د دومره زیاتو پیسو ورکول دا ښیي چي د کرونا د پاندیمي سره سره د هنري آثارو ارزښت راکم سوی نه دی او لایې هم ارزښت ډیر سوی دی.
د وروستي ځل له پاره په ۲۰۱۹ م کال کي د »غنمو د کروندې« په نامه د فرانسوي نقاش ، کلود مونه یوه هنري اثر وکولای سول ، په نیویارک کي تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ارزښت په درلودو سره د خرڅلاو یوې سیالۍ ته لاره پیدا کړي.
آ./ګ.پ./ا.ا.