په بلوچستان کې دوو بريدونو مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۴ شهریور ۲۸, جمعه
د چارواکو په حواله لومړی بريد د بلوچستان په تربت سيمه کې هغه وخت ترسره شو چې يوه ځانمرګي بريد ګر خپل موټر د امنيتي ځواکونو له کتار سره ټکر کړ. د الهي بخش په نوم د يوه پوليس په حواله په دې بريد کې د امنيتی ځواک دوه غړي وژل شوي او ۲۳ نور ټپيان شوي دي.
يوه دولتي چارواکي امتياز علي وويل چې د دې بريد يو څو ساعته وروسته د افغانستان پولې ته څيرمه په پراته ښار چمن کې يوه بله موټر بم حمله وشوه چې ۶ کسان پکې ووژل شول.
اړونده موضوع: د پاکستان پوځ: د افغانستان پولې ته نژدې مو ۵۰ وسله وال وژلي دي
په سملاسي توګه هیڅ کومې ډلې د دې بريدونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې خو شک یې پر پاکستاني طالبانو او بلوچ بیلتون غوښتونکو باندې کیږي چې په دغه ایالت کې تل د امنيتي ځواک غړي او ښاريان په نخښه کوي.
دا تازه حملې د هغې پېښې دوې اونۍ وروسته شوي دي چې يوه ځانمرګي بريدګر کويټې ښار ته نږدې د یوه لوبغالي مخې ته په ځان پورې تړلو چاوديدونکو توکو ته انفجار ورکړی. دا بريد چې ۱۳ کسان پکې ووژل شول د يوه ملتپال ګوند پر پلويانو هغه وخت وشو چې ګډونوال د غونډې له ځايه د وتلو په حال کې ول.
د بريدونو په اړه نور څومره معلومات شته؟
د چارواکو په حواله په چمن کې بريد ماښام موده د افغانستان پولې ته څيرمه د ټکسي موټرو یوه تمځای ته نږدې رامنځته شو چې څلور کسان ځای پر ځای مړه شوي او دوه ټپيان ول. خو ټپیانو هم بيا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او په دې ترتيب په دې بريد کې د وژل شويو شمیر ۶ کسانو ته ورسېد.
د چمن يوه ادارې چارواکي امتياز بلوچ، وويل چې چاودنه موقت جوړولو شويو دوکانونو ته نږدې رامنځته شوه. د عيني شاهدانو په حواله دا چاودنه ډېره زوروره وه او جسدونه ټوټه ټوټه شوي ول.
په يوه بله پېښه کې نامعلومو وسله والو د قلات سيمې په منګوچر کې د لاسي بمونو او ډزو په ترڅ کې څلور کسان ټپيان کړل چې دوه د نيمه مليشو غړي هم پکې شامل ول.
د بريدونو غندنه
د پاکستان د لومړي وزير له مطبوعاتي دفتر څخه په جاري کړل شوې بيانیې کې ويل شوي دي چې شهباز شريف «له افغانستان سره پولې ته څېرمه په چمن کې د بمي بريد په پايله کې د شپږ کسانو پر وژل کيدو ژوره خواشيني او تاسف څرګند کړی دی.»
اړونده موضوع: وسله والو د پاکستان په بلوچستان کي ۹ مسافر وژلي دي
نوموړي دا پېښه په کلکو ټکو غندلې او د عاملينو د نيولو او هغوې ته د سختې سزا د ورکولو لارښوونه کړې ده.
د ترهګرۍ د پېښو ډیروالی
په پاکستان کې په دې وروستيو کلونو کې وسله وال تاوتريخوالی ډېر شوی دی چې د زياتره بريدونو پړه پاکستاني طالبانو چې تحريک طالبان پاکستان هم بلل کيږي، منلې ده.
همدا شان د بلوچ لېبريشن آرمي منع کړل شوې ډله او نورې بيلتون غوښتونکې ډلې هم تل په بلوچستان کې بريدونه کوي. دا ايالت له اوږدې مودې راهېسې د بغاوت مرکز دی چې بیلتون غوښتونکي پکې له حکومت څخه د آزادۍ غوښتنه کوي.
اړونده موضوع: پاکستان: په خضدار کې چاودنې ۵ کسان وژلي
په بلوچستان کې په روان کال کې څو ستر بريدونه وشول. په مارچ میاشت کې د بلوچ لېبريشن آرمي غړيو يو مسافر وړونکی ريلګاډی برمته کړی وو. په می میاشت کې په خضدار سيمه کې د ښوونځي پر يوه سروس موټر ځانمرګی بريد شوی وو چې په ترڅ کې یې يو شمیر ماشومان ووژل شول.