د پاکستان د بېړنیو خدماتو دولتي ادارې یوه چارواکي عنایت علي وويل چې د مځکي ښويدنې دغه پېښه شپې د خیبر پښتونخوا ایالت په دېر بالا ضلع کې رامنځ ته شوې ده.
زیاته شوې ده چې دغه کور په یوه لېرې ساحه کې د افغانستان پولې ته نژدې واقع دی. د علي په خبره، ژغورونکو د نهو ماشومانو، دوو ښځو او یوه نارينه جسدونه رايستلي دي، خو نور جزئيات ېې ور نه کړل.
پاکستاني چارواکو په دغه هېواد کې د روانو درونو ورښتونو په تړاو چې له تېرې میاشتې پيل شوي، خبرداری ورکوي چې کېدای شي په ټول هیواد کې د ځمکې ښوېدنې او سيلابونو لامل واقع شوي.
په پاکستان کې د جولای له لومړۍ نېټې راهيسي له ورښتونو سره په تړاو پېښو کې له ۲۷۵ زیات کسان مړه شوي دي.
(AP)mks/nz
له آرشیف څخه:
اقليمي بدلون؛ پاکستان کې تودوخه له ۵۰ درجو اوښتې
د پاکستان په يو شمير سيمو کې د حرارت درجه له ۵۰ سانتي ګراد اوښتې او مېندوارو ښځو، ماشومانو او د پاخه عمر کسانو ته د احتیاط سپارښتنه شوې. کارپوهان د تودوخې لوړې درجې، سېلابونو او نورو طبیعي پېښو یو لامل اقلیمي بدلون ښيي. انځور: Shakeel Ahmad/AA/picture alliance د پاکستان هوا پيژندنې ادارې دوشنبه د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مه اعلان وکړ چې د سيند په موهنجو دارو کې چې د نړۍ له سترو لرغونو ښارونو څخه يو دی، د حرارت درجه د سانتیګراد په کچه ۵۳ ته پورته شوې ده.
انځور: Farooq Naeem/AFP مېندواره مېرمنو ته خبرداری د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې په نهایت ګرمې هوا کې مېندواره مېرمنې، ماشومان او زاړه افراد تر ټولو ډېر له خطر سره مخامخ وي.
انځور: Ute Grabowsky/photothek/picture alliance د پاکستان حکومت د ګرمې هوا له کبله د ښوونځیو د تړلو او د آزموینو د تعویق ته اچولو امر کړی دی.
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images پاکستان همدارنګه په روغتونو کې بېړنی حالت اعلان کړی او په زرونو موقتي کمپونو يې چمتو کړي دي.
انځور: Faridullah Khan/DW د نورو ګرمو څپو وړاندوینه د پاکستان د اقليم بدلون وزارت په جون مېاشتې کې هم د تودښې دوو نورو څپو وړاندوينه کړې چې لا ډېرې سېمې به وځپي.
انځور: Tanvir Shahzad پاکستان په وروستیو کلونو کې سېلابونو هم سخت ځپلی دی. هرکال د پاکستان په سېلابونو کې په سلونو کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.
انځور: Banaras Khan/AFP/Getty Images په دې وروستیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې سېلابونو په سلهاوو کسان وژلي او درانه زیانونه ېې اړولي دي. بغلان، سرپل او غور ولایتونو کې تر ټولو ډېر زیانونه اوښتي.
انځور: Atif Aryan/AFP/Getty Images هند او بنګله دیش کې سایکلون رمال د ۲۰۲۴م کال د می ۲۷مې رپوټونو په حواله د رمال په نوم سايکلون يا طوفان په بنګله دیش کې ۱۶ کسان وژلي. دغه طوفان په مجموع کې ۳ اعشاریه ۷۵ میلیونه خلک اغیزمن کړي دي.
انځور: Subrata Goswami/DW په لسونو زره کورونه تخریب شوي د بنګله دیش حکومت اعلان ويلي چې دې طوفان یوازې په دغه هېواد کې ۳۵ زره او ۴۸۳ کورونه له منځه وړي او ۱۱۵زه او ۹۹۲ کورونه ېې تخریب کړي دی.
انځور: Goutam Hore/DW رپوټونه وايي په بنګله دیش کې د رمال سایکلون يا طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي.
انځور: Abdul Goni/AP/picture alliance په هندوستان کې سایکلون رمال لږ تر لږه ۶ کسان وژلي. رپوټونه وايي طوفان د سمندر څپې راپورته کړې چې له کبله ېې ښارونه سیلابونو لاندې کړي دي. انځور د هندوستان د کلکتې ښار دی.
انځور: Satyajit Shaw/DW د ټایلند حکومت هم په وروستیو کې اعلان وکړ چې په ټولو سېمو کې د حرارت درجه لوړه شوې او په ځانګړې توګه ناروغانو ته ېې سپارښتنه کړې وه چې له کورونو بهر ونه وځي.
انځور: Lillian Suwanrumpha/AFP/Getty Images د ګرمې هوا نه علاوه په سړې هوا او ورښتونو کې هم بې نظمي ليدل کيږي. د روان کال د اپريل په ۲۱مه د آلمان په یو شمېر سيمو کې سړې څپې چلېدلې او په ځينو سېمو کې درنه واوره وورېده.
انځور: Silas Stein/IMAGO