1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان هند د اوبو د سیاسي وسلې کولو په تور تورن کړ

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ خرداد ۱۴, پنجشنبه

پاکستان خبرداری ورکړی چې د چناب سیند پر سر د هند نوې پروژې به د ۱۹۶۰ کال د سیندونو تړون کمزوری کړي او د سیمې ثبات ته به خطرونه زیات کړي.

د پاکستان د باندنيو چارو د وزارت وياند، طاهر اندرابي
د پاکستان د باندنيو چارو د وزارت وياند طاهر انداربي د هند پاکستان تر منځ د اوبو تړون برحال بوليانځور: picture alliance

پاکستان د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خپل سیال هېواد هند دوه سیندیزې پروژې به اوبه د یوې سیاسي وسلې په توګه وکاروي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به یو مهم تړون تر پښو لاندې کړي. پاکستان خبرداری ورکړی چې که دا پروژې عملي شي، نو مناسب ځواب به ورکړي.

هند، چې سږ کال یې دا دواړه پروژې په جلا توګه اعلان کړې دي، ټینګار کوي چې د هغو اوبو په اړه چې د ده تر کنټرول لاندې دي، د پروژو د پرمخ بېولو بشپړ حق لري، که څه هم هغه سیندونه چې د دواړو هېوادونو له خاورې تېرېږي اغېزمنېږي.

د هند او پاکستان د جګړې يو کال؛ مودي وايي ترهګري او د ترهګرۍ «ملاتړی نظام» به وځپي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي خبریالانو ته وویل چې نوي ډیلي د چناب سیند د دوو پروژو په اړه له اسلام‌آباد سره هېڅ مشوره نه ده کړې. هغه وویل چې دا پروژې د سند د اوبو تړون کمزوری کوي. اندرابي وویل: «دا پروژې ښيي چې هند غواړي اوبه د یوې وسلې په توګه وکاروي.»

انداربي زیاته کړه: «دا کار نه یوازې د پاکستان اقتصاد ته خطرناکې پایلې لري، بلکې د سیمې ثبات او نړیوالې سولې او امنیت ته هم ګواښ پېښوي.»

د سِند د اوبو تړون لا هم نافذ دی

هند تېر کال اعلان کړی و چې د سِند د اوبو دوه اړخیز تړون ځنډوي. دا تړون د هغو اوبو د کارولو اصول تنظیموي چې سلګونه میلیونه خلک پرې تکیه لري. دغه اعلان د دواړو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د وسله والې شخړې له پیل مخکې شوی و.

ولې پاکستان له خپلو ګاونډيانو سره دښمني؛ خو په نړيواله کچه منځګړیتوب کوي؟

خو طاهر اندرابي وویل چې دا تړون لا هم دواړه حکومتونه قانوناً مکلفوي. پاکستان مخکې هم ویلي وو چې د ګډو سیندونو د اوبو د بهیر د بدلولو هره هڅه به د «جګړې عمل» وګڼي. اسلام‌آباد ټینګار کوي چې د ۱۹۶۰ کال له دې تړون څخه هېڅ هېواد په یوازې ځان نه شي وتلی. دغه تړون تر دې دمه د دواړو هېوادونو ترمنځ له درېیو جګړو سره سره پر خپل ځای پاتې شوی دی.

د هند نوې پروژې

د مې میاشتې په ترڅ کې د هند دولتي برېښنا شرکت د یوې نوې تونلي پروژې لپاره اعلان خپور کړ. د دې پروژې موخه دا ده چې د چناب سیند اوبه د بیاس حوزې ته ولېږدول شي.

همدارنګه د هند د انرژۍ وزارت د روان کال په جنورۍ کې ویلي وو چې د چناب سیند پر سالال برېښناکوټ کې د رسوباتو د ایستلو چارې روانې دي. د وزارت په وینا، دا اقدام «د سند د اوبو تړون له لغوه کېدو وروسته» ترسره کېږي.

په پاکستان کې د هندوانو د مقدسو بتانو جوړېدل

02:39

This browser does not support the video element.

د پاکستان خبرداری

طاهر اندرابي وویل: «هر هغه غیرقانوني اقدام چې د پاکستان د اوبو، خوړو او اقتصادي امنیت او همدارنګه د دې هېواد د ۲۵۰ میلیونه وګړو د ژوند او هوساینې لپاره خطر رامنځته کړي، د منلو وړ نه دی.» هغه زیاته کړه: «پاکستان به د تړون له مخې د خپلو حقونو د خوندي کولو او د خپلو حیاتي ملي ګټو د ساتنې لپاره ټولې اړینې لارې چارې وساتي.» خو هغه د احتمالي اقداماتو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

کارپوهان وايي چې اوبه ښايي په دې سیمه کې د یوې نوې شخړې د رامنځته کېدو لامل شي. د اقلیمي بدلون او د نفوس د زیاتوالي له امله د دواړو هېوادونو پر سرچینو فشار زیات شوی دی. په ځانګړي ډول کرهڼه، چې د هند او پاکستان د اقتصاد مهمه برخه جوړوي، د اوبو له کمښت سره مخ ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۱۵مه د هغې پرېکړې مخالفت وکړ چې د ډنهاګ د منځګړیتوب محکمې له خوا شوې وه. هند دغه محکمه «په غیرقانوني ډول جوړه شوې تش په نوم د منځګړیتوب محکمه» بللې ده. دا محکمه د هند او پاکستان ترمنځ د سِند د اوبو تړون اړوند اختلافاتو د حل لپاره کارول کېږي.

پاکستان ویلي چې د محکمې پرېکړې د اسلام‌آباد دا دریځ تایید کړی چې تړون لا هم نافذ دی. خو نوي ډیلي دا ادعا رد کړې ده. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «د سند د اوبو تړون د ځنډولو په اړه د هند پرېکړه لا هم پر خپل ځای ده.»

د اړیکو د خرابېدو شالید

د سند د اوبو تړون د اوږدې مودې لپاره د دواړو سیالو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو یوه مهمه لاره وه. خو هند د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې تر هغه وروسته په دې تړون کې خپله ونډه وځنډوله چې د کشمیر تر هندي ادارې لاندې سیمه کې پر سیلانیانو خونړی برید وشو.

نوي ډیلي اسلام‌آباد د دې برید په ملاتړ تورن کړ، خو پاکستان دا تورونه رد کړي دي. له دې وروسته دواړو هېوادونو د ډرونونو، توغندیو او توپخانې سخت بریدونه تبادله کړل. د راپورونو له مخې، په دغو نښتو کې د دواړو خواوو نږدې ۷۰ کسان وژل شوي وو.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب