1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په زرونه سوالګر ممنوع الخروج اعلان شوي

بريښنا صابر د آژانسونو له موادو
۱۴۰۳ آذر ۱, پنجشنبه

د پاکستان حکومت له ۴۰۰۰ څخه د ډېرو سوالګرو نومونه د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې شامل کړي دي. سعودي عربستان ته د تلونکو سوالګرو د مخ پر ډېریدونکي شمير په اړه انديښنې ډېرې شوي چې له کبله یې حکومت دا ګام پورته کړی دی.

په کراچۍ کې يوه سوالګره
سعودي عربستان په دغه هېواد کې د پاکستاني سوالګرو د مخ پر زياتېدونکي شمير په اړه په دې وروستیو کې اندېښنه څرګندوي.انځور: DW

سعودي عربستان ته د تلونکو پاکستاني سوالګرو شمير په دې وروستيو کې ډېر شوی دی چې له کبله یې په اړه اندېښنې هم ډېرې شوي دي. د پاکستان حکومت اوس د ۴۳۰۰ سوالګرو نومونه په ايګزيت کنترول ليست (اي سي ال) يا د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د پاکستاني رسنيو د رپوټونو په حواله دا ګام د پاکستان د کورنيو چارو و د وزير محسن نقوي، او د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت د مرستيال وزير ترمنځ په اسلام آباد کې تر ليدنې کتنې وروسته پورته کړل شوی دی.

د دې ليدنې کتنې په ترڅ کې دواړو چارواکو د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د پراخولو ترڅنګ پر دوه اړخيزو موضوعاتو باندې هم خبرې اترې وکړې. په دې ليدنه کتنه کې په پاکستان کې د سعودي سفير نواف سعيد احمد المالکي، هم موجود وو.

د کورنيو چارو وزير محسن نقوي، ټينګار وکړ چې حکومت د سوالګرو مافيا پر ضد د ټول هېواد په کچه لاس په کار کيږي. نوموړي وویل چې حکومت د ۴۳۰۰ سوالګرو نومونه د ممنوع الخروج کسانو په نوملړ کې شامل کړي دي.

سعودي عربستان په دغه هېواد کې د پاکستاني سوالګرو د مخ پر زياتېدونکي شمير په اړه په دې وروستیو کې اندېښنه څرګندوي.

د صفر زغم تګلاره

د حج او عمرې پر ویزو باندې سعودي عربستان ته د داخليدونکو پاکستاني سوالګرو شمير په دې وروستيو کې مخ پر زياتيدو دی چې په اړه د انديښنو په ځواب کې حکومت دا ګام پورته کړی دی.

سعودي چارواکو د پاکستان د مذهبي چارو وزارت ته په دې ویزو باندې سعودي عربستان ته د داخليدونکو سوالګرو په اړه خبرداری ورکړی وو.

د ليدنې کتنې په ترڅ کې د دواړو هېوادونو چارواکو له پاکستان څخه سعودي ته د سوالګرو د ليږدونکې مافيا پر غړيو باندې د چاپو وهلو خبره هم وکړه.

د سوالګرۍ مافيا د حج او عمرې په ویزه خلک سوال کولو ته ليږدوي. انځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance

د پاکستان د کورنيو چارو وزير تائيد کړه چې د ۴۳۰۰ سوالګرو نومونه اي سي ال يا د ممنوع الخروج کسانو په ليست کې شامل کړي دي.

نوموړي وويل چې حکومت د دې ډول لارو چارو پر ضد د «صفر زغم» تګلاره عملي کوي.

په دې ليدنه کتنه کې د زندانيانو پر تبادله هم خبرې اترې وشې او دواړو اړخونو د پاکستاني زندانیانو بيرته خپل هېواد ته د استولو د بهیر پر چټکولو توافق وکړ. نقوي، وويل چې له سعودي عربستان څخه د ۴۱۹ پاکستاني زندانيانو د انتقال له پاره به قانوني لاره چاره ژر بشپړه شي.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير دا خبره هم تکرار کړه چې سعودي عربستان د پاکستان «ورور اسلامی هېواد» دی او د دوه اړخیزو اړيکو د پياوړي کولو له پاره یې د دوامدارې همکارۍ ژمنه وکړه.

د سوال نه کولو لوړه

د يادولو وړ ده چې څو ورځې تر مخه د پاکستان د مذهبي چارو وزارت د سوالګرو پر ضد د کلکو ګامونو د پورته پريکړه وکړه چې په هغه کې پر نورو سربیره حج او عمرې ته تر روانېدو د مخه د حاجيانو له لوري پر يوې سوګندنامې رضايت ښوول هم شامل دي. په دې سوګندنامه کې له زيارت کوونکو څخه د سوال نه کولو قسم اخیستل کيږي.

د سفرونو تنظيموونکي او آژانسونه به هم احتمالاً له حاجيانو د سوګند ترلاسه کولو ته اړتيا ولري او د دې سوګند د سرغړونکو پر ضد به کلک قانوني اقدامات ترسره کيږي. پر دې سربیره حج او عمرې ته تلونکي به يوازې په ګروپونو کې د سفر اجازه ولري.

د سرچينو په وينا د حکومت له دې ګام څخه موخه د اسلام په مقدسو ځايونو مکه مکرمه او مدينه منوره کې د ځیني پاکستانيانو له لوري د سوالګرۍ د پېښو د ډېرېدو مخه نیول دي چې ظاهراً یې په بهر کې د پاکستان انځور داغجن کړی دی.

زموږ له آرشيف څخه:

سعودي عربستان: تر ۱۳۰۰ زیات حاجیان مړه شوي

01:54

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب