1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امیر خان متقي د څه له پاره پاکستان ته تللی دی؟

۱۴۰۰ آذر ۲۷, شنبه

طالبانو ویلي دي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې د ګډون له پاره پاکستان ته تللی دی. د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس د یکشنبې په ورځ په پاکستان کې دایریږي.

Afghanistan Kabul | Mawlawi Amir Khan Muttaqi, Außenminister Übergangsregierung
انځور: Bilal Guler/Anadolu Agency/picture alliance

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل تویتر کې لیکلي دي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي نن شنبه (د دسمبر میاشتې په ۱۸ نیټه) د یوه پلاوي په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان په کنفرانس کې د ګډون کولو له پاره پاکستان ته ولاړ.

ویل کیږي چې په دې کنفرانس کې به د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هیوادونو سربیره د امریکا، اروپایي اتحادیي، بریتانیا، فرانسې، چین او روسیې استازي هم ګډون وکړي. د دې کنفرانس موخه په افغانستان کې د یوه بشري بحران مخه نیول او ورته د یوې حل لارې پيدا کول یاد شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په اسلام آباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال د دې کنفرانس د دایریدو د اعلانولو په ترڅ کې خبرداری ورکړ چې د افغانستان د نفوسو نیمایي د ولږې له خطر سره مخامخ دی چې دغه ننګونه به د لا زیاتې ګډوډۍ او وارخطایۍ سبب شي.

دغه پاکستاني چارواکي وویل چې د روان کال په اګست میاشت کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو او په ناڅاپي ډول د بهرنیو مرستو له بندیدو راهیسې په افغانستان کې بشري بحران مخ پر ډیریدو دی او که وضعیت تر کنترول لاندې را نه وستل شي، د یوه ناورین رامنځته کیدل به له تصور څخه لیري نه وي.

مخکې تر دې طالبانو هم د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي وو چې د دوی له سرپرست حکومت څخه ملاتړ وکړي او هغه دې په رسمیت وپيژني.

اوس طالبانو ویلی دي چې په افغانستان کې له تازه تحولاتو وروسته، دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د استازو په موجودیت کې دا ډول یوه ستره او مهمه غونډه ترسره کیږي.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص