1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان د پوځ مشر په کابل کې له غني سره پر څه ږغېدلی؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۰, دوشنبه

رپوټونه وايي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی دی او د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره يې کتلي دي.

Afghanistan General Qamar Bajwa Chief of Staff Pakistan Army
د آرشيف انځورانځور: Presidential Press Office

په کابل کې د افغان حکومت دوو سرچینو کابل ته د جنرال باجوه د رسيدلو خبره تائيد کړی دی.

دغه سرچينې چې له رسنيو سره يې د خبرو کولو صلاحیت نه لاره، رويترز خبري آژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر د افغانستان له ولسمشر سره کتلي دي.

په ارګ کې يوې سرچینې دویچه ويله ته د نوم نه ښودلو په شرط کابل ته د باجوه سفر تائيد کړ او ويې ويل چې نوموړی به له غني سره پر افغان سوله خبرې کوي.

دغه آژانس زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې کابل ته د باجوه د سفر د تائيدولو له پاره د دوې پوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګي ويلي دي چې جنرال باجوه د دوشنبې په ورځ د بریتانيا له لوی درستيز، جنرال نیکولاس پاتريک سره لیدلي او د افغان سولې په اړه يې ورسره خبرې کړي دي. خو د غونډې ځای نه دی ښودل شوی.

پاکستان د افغانستان د بحران په قضیه کې یو مهم هیواد ګڼل کيږي. د سیاسي کارپوهانو په اند دغه هیواد پر وسله والو طالبانو باندې چې له افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي، سیاسي نفوذ لري.

اسلام آباد پخوا طالبانو ته د پټنځایونو د ورکړي ادعاوې ردولې، خو په وروستیو کلونو کې واشنګتن او نورو غربي قوتونو منلې چې د پاکستان فشار کولای شي طالبان د مذاکراتو مېز ته وهڅوي.

په وروستيو کې طالبانو او ديپلوماتيکو سرچينو رويټرز ته ویلي دي چې پاکستان له طالبانو سره پر مذاکراتو بوخت دی تر څو دغه ډله له امریکا سره د سولې تړون پر اساس په افغانستان کې يو اوربند رامنځته او د سولې مذاکراتو د ادامې له پاره د ترکيې په پلان شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

باجوه په داسې حال کې افغانستان ته په سفر تللی چې له دغه هيواد څخه د وروستیو بهرنيو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شوی او ورسره جوخت تاوتريخوالي هم زور اخیستی دی.

داسې اندېښني هم ښودل کيږي چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به په افغانستان کې روان کړکیچن وضعیت نور هم خراب شي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب