د چمن او خيبرد دروازو تړل کېدل د بیو د لوړېدو لامل شوي دي
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه
د افغانستان او پاکستان تر منځ د تېرې اونۍ د نښتو له امله د پولو تړل کېدل د بیو د زیاتوالي سبب شوي دي. سره له دې چې اوربند ټینګ شوی، خو لا هم څرګنده نه ده چې ولې سرحدي لارې تړلې پاتې دي.
د تورخم دروازه تر اوسله لا د تگ راتگ پر مخ تړل شوې دهانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/imago images
د کابل یو اوسېدونکي شبير دویچه ويله ته وویل چې د پولو تړل پر بازار ښکاره اغېز کړی. په وينا يې د هغو توکو بیې لوړې شوې دي چې له پاکستانه راوړل کېږي، لکه کیله او وریجې.
خان جان الکوزی چې په کابل کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې رئیس دی د پنجشنبې په ورځ رویټرز ته وویل: »هره ورځ دواړه خواوې شاوخوا یو میلیون ډالره زیان ویني.«
تازه مېوې او سبزیجات، منرالونه، درمل، غنم، وریجې، بوره، غوښه او لبنیات د دواړو هېوادونو تر منځ د کلنۍ ۲.۳ میلیارد ډالرو سوداګرۍ لویه برخه جوړوي.
په پاکستان کې د روميانو بیه چې د هغوی په پخلنځیو کې ډېر کارېږي، تر ۴۰۰ سلنې زیاته شوې او هر کیلو یې شاوخوا ۶۰۰ پاکستانۍ روپۍ ته رسېدلی دی. همدارنګه د مڼو بیه چې زیاتره له افغانستانه واردېږي هم لوړه شوې ده.
له ایران او پاکستان څخه د اخراج شوو افغانانو ډېره برخه ښځې او ماشومان تشکيلوي. د روغتیا نړېوال سازمان خبرداری ورکوی چې په افغانستان کې په ميلیونو ماشومان له خوارځواکۍ کړيږي او ښايي د نویو کډوالو راتګ دغه ستونزه لا پسې پراخه کړي.
دا په نیمروز ولایت کې ایران سرحد ته نژدې يو متروکه کور دی چې ایران ته تلونکي مهاجر راټول شوي او غواړي چې د شپې له تیارې څخه په استفاده پټ ایران لور ته واوړي او هلته ېې یو کار او غريبي موندلي وي تر څو ېې په هېواد کې خپلو کورنيو سره مرسته کړي وي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
له دېواله اوښتل
افغان مهاجر باید له یو سرحدي ديواله ټوپ ووهي تر څو د ایران خاورې ته داخل شي. په وروستیو کې له پاکستانه د افغانانو ډلیز اخراج سبب شوی چې له افغانستانه ایران ته د ځوانو نارینه و بې نظمه مهاجرت ډېر شي. ځينې وخت ایراني پوله ساتونکې پر مهاجرو ډزې هم کوي چې یو شمېر ېې د لارو په اوږدو کې ټپیان او حتی خپل ژوند هم له لاسه ورکوي.
انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance
د مهاجرو هديره
دا د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار ته نژدې یوه هدیره ده چې د ځايي خلکو په خبره ډېر داسې ځوانان په کې ښخ کړل شوي ایران ته د اوښتو پر مهال او یا د نورو دلایلو له وجې وژل شوي دي. ایران ته د مهاجرت یوه لار دا ده چې مهاجر لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه د ایران خاورې ته داخل شي.