1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان وايي لا هم د ترهګرۍ د له منځه وړلو ته ژمن دی

احمد ولي اڅکزی | د فرانسې خبري آژانس
۱۴۰۵ فروردین ۳, دوشنبه

د اختر لنډمهاله اوربند پای ته رسېدو ته نږدې دی، خو پاکستان ټینګار کوي چې د افغانستان دننه پوځي اقدامات به دوام ومومي.

د پاکستان د باندنيو چارو وزير په ترکيه کې يوې غونډې ته د وينا کولو پر مهال
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير، اسحاق ډارانځور: Murat Gok/Anadolu/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۲۳مه) وویل چې هېواد یې لا هم د «ترهګرۍ د ګواښ له منځه وړلو» ته ژمن دی. نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې له افغانستان سره د لنډمهاله اوربند پای ته رسېدو ته وخت کم پاتې دی.

دواړو هېوادونو تېره چهارشنبه د کوچني اختر (د ۲۰۲۶ کال د مارچ ۱۸مه) لپاره د څو اوونیو جګړو وروسته د اوربند اعلان وکړ او موافقه یې وکړه چې دا اوربند به د دوشنبې تر نیمې شپې پورې دوام وکړي.

خو اسحاق ډار د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې څرګنده کړه چې د هېواد تګلاره نه ده بدله شوې. هغه وویل: «پاکستان لا هم په کلکه ژمن دی چې د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.» هغه زیاته کړه: «د افغانستان دننه د پاکستان اقدامات هم د همدې هدف لپاره دي.»

د کونړ په ولایت کې د هاوان د مرمۍ

د یکشنبې په ورځ د طالبانو حکومت او یوې طبي سرچینې وویل چې د پاکستان له لوري د کونړ په ختیځ سرحدي ولایت کې د هاوان د مرمۍ د لګېدو له امله یو کس وژل شوی دی.

افغانستان او پاکستان له څو میاشتو راهیسې د کړکېچ په حال کې دي، ځکه اسلام ‌اباد ادعا کوي چې کابل د هغو وسله ‌والو ډلو ملاتړ کوي چې د پاکستان پر خاوره بریدونه کوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي.

دغه اوربند وروسته له هغه اعلان شو چې تېره اوونۍ پاکستان په کابل کې د نشه ‌يي توکو د درملنې پر یو مرکز برید وکړ چې افغان چارواکو وویل له ۴۰۰ څخه ډېر کسان پکې وژل شوي دي.

اوسنۍ نښتې چې د فبرورۍ له میاشتې پیل شوې، د هغو پخوانی ناکام منځګړیتوب د هڅو وروسته زیاتې شوې چې د خلیج هېوادونو او چین له خوا ترسره شوې وې.

د خلیج هېوادونو تمرکز هم د ایران و وضعیت ته اوښتی دی، ځکه چې تېره میاشت پر ايران د امریکا او اسراییلو بریدونه پیل شول.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان دننه پوځي اقدامات «د ترهګرۍ پر وړاندې زموږ د ملي عزم نښه» ده. هغه زیاته کړه: «موږ به اجازه ورنه کړو چې زموږ د هېواد سولې او امنیت ته زیان ورسېږي.»

 

د پاکستان له هوايي برید وروسته ویجاړۍ

02:45

This browser does not support the video element.

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب