سرچينې: طالبانو او پاکستان د اوربند پر غځولو توافق کړی دی
۱۴۰۴ مهر ۲۵, جمعه
د رويترز خبري آژانس په حواله دا خبره دريو پاکستاني او د افغان طالبانو يوې سرچینې کړې ده.
تر دې مخه د افغانستان داخلي رسنيو هم د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له قوله ويلي ول چې «تر څو پرې تیري ونه شي، اوربند ته ژمن پاته کیږي.»
اړونده موضوع: طالبانو پاکستان پر کابل د ډرونونو پر حملې تورن کړی
يوې پاکستانۍ سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، وويل چې پاکستانی پلاوی لا دمخه د قطر پلازمينې دوحې ته رسېدلی دی او انتظار کيږي چې افغان پلاوی به سبا، شنبه قطر ته ورسيږي.
د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دا اوربند تر هغه وروسته شوی و چې د چهارشنبې په ورځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په بېلابیلو سيمو کې سختې نښتې شوې وې. د ملګرو ملتونو په حواله په دغو نښتو کې يو شمیر ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
که چېرې دا اوربند چې د چهارشنبې په ورځ د ۴۸ ساعتونو له پاره رامنځته شوی وو، نه وی تمديد شوی نو نن، جمعه ماښام یې موده پای ته رسېدله.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ دغه نښتې هغه مهال پېل شوې، چې په کابل کې د طالبانو ادارې تېره اوونۍ پاکستان د کابل او د افغانستان په ختیځ کې پر یو بازار پر بمبارۍ تورن کړ. د پاکستان حکومت دغه هوايي حملې نه منلي او نه ېې هم رد کړي.
طالبانو د دې په ځواب کې د يکشنبې په ورځ غچ اخيستي بريدونه وکړل چې پاکستان یې هم ځواب ووایه. د دوو ورځو تر ارامۍ وروسته د چهارشنبې په ورځ يو ځل بيا دغه نښتې پېل شوې چې تر دې وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ دروازې هم وتړل شوې.