د رپوټونو له مخې څو تنه افغانان چې د المان له خوا د منل کیدو ژمنه یې ترلاسه کړې وه، په پاکستان کې نیول شوي دي. ویل شوي چې یو شمیر دغه افغانان حتی لا دمخه افغانستان ته اخراج شوي دي.
د جون له ۲۰ نیټې څخه ۲۴۰۰ افغانان د المان ویزې ترلاسه کولو له پاره په پاکستان کې منتظر دي.انځور: DW
اعلان
تر ۲۰۰۰ ډیر افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده په پاکستان کې انتقاليدو ته په انتظار دي.
د پاکستان د سیمه ایز پولیسو ویاند ویلي دي چې چارواکو په دغه هیواد کې څو افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې، نیولي دي. همدارنګه ویل شوي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان په پلازمېنه اسلام آباد کې د اخراج مرکزونو ته لیږدول شوي دي.
د المان خبري آژانس ته د یوه افغان پيغام رسېدلی دی چې لا دمخه د پيښور سرحدي ښار ته انتقال شوی دی. یو کس له هغو افغانان چې په هوټلونو کې د انتظار شپې سبا کوي ویلي دي چې کورنیو د نیول کیدو له ویرې خپل بکسونه تړلي دي.
د چهارشنبې په ورځ د افغان پناغوښتونکو پر یوه کمپ پولیسو چاپه ووهله او د پنجشنبې په ورځ هم څو افغان کورنۍ نیول شوي دي.
د المان دوو ورځپاڼو د باخبره کسانو په حواله رپوټ ورکړی دی چې په پاکستان کې یو شمیر افغانان چې د المان له خوا یې د منل کیدو ژمنه ترلاسه کړې ده، لا دمخه خپل هیواد ته اخراج شوي دي.
انځورونه: په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د زیوراتو نندارتون
یوه وتلي پاکستاني طراح په دې هیواد کې یوې ډلې افغان مهاجرینو ته د زیوراتو «ګاڼو» او جامو د تولید په برخه کې روزنه ورکړې او تر تولید وروسته یې د هغوی په لاس جوړ شوي توکي په کراچۍ کې نندارې ته وړاندې کړل.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
په پاکستان کې د جامو د ډیزاین یوې وتلې څیرې هما عدنان ۲۵ افغان میرمنو ته د جامو او زیوراتو د ډیزاین په برخه کې روزنه ورکړې ده. د یادو افغان میرمنو له ډلې څخه ځینې یې په دې دې هیواد کې د تیرو ۴ لسیزو راهیسې ژوند کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
د مهاجرینو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري او د «یوه هنر یوه انځور» په نامه یو بل غیر دولتي سازمان په پاکستان کې د «هنري کیسو» تر نامه لاندې د دغه پروګرام ملاتړ کوي.
انځور: Getty Images/AFP/A. Hassan
د «یوه هنر یوه انځور» په نامه غیر دولتي سازمان هڅه کوي چې له کرنې پرته په نورو برخو کې د بې وزله خو هدفي ډلو له پاره یو ښه چاپیریال رامنځ ته کړي. د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو شمیر پاکستانۍ موډلې یو شمیر داسې جامې او قیمتې ګاڼه «زیورات» نندارې ته وړاندې کړل چې په دې هیواد کې د افغان مهاجر میرمنو په لاس ډیزاین او تولید شوي دي.