1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د پاکستان هوايي بريدونو په پکتيکا کې۴۶ کسان وژلي

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ دی ۵, چهارشنبه

طالبانو ویلي دي چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې ۴۶ کسان وژل شوي دي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي. په پاکستان کې ځينو سرچينو ويلي چې دا بريدونه د پاکستاني طالبانو پر پټنځایونو شوي دي.

د پاکستان د هوایي ځواک يوه الوتکه
زياته شوې چې دا هوايي بريدونه د پکتيکا ولايت په غرنۍ سيمه کې د پاکستان سرحد ته څېرمه شوي دي.انځور: Imago/StockTrek Images

 په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد، نن، چهار شنبه د فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي دي پاکستان د افغانستان په پکتيکا ولسوالۍ کې هوایي بريدونه کړي دي.

نوموړي زياته کړې: «تېره شپه د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې پاکستان څلور نقطې په نخښه کړې، په دې ترڅ ۴۶ کسان وژل شوي دي چې زياتره یې ښځې او ماشومان دي.»

د فرانسې د خبري آژانس په حواله د پاکستان يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې «پاکستان د پولې بلې غاړې ته د ترهګرو پټنځايونه په نخښه کړي دي.»

څلورو نورو پاکستاني چارواکو هم چې د نوم نه ښوولو په شرط یې خبرې کولې، وويل چې په دې ترڅ کې د روزنې يو مرکز ويجاړ شوی او ځيني وسله وال وژل شوي دي.

زياته شوې چې دا هوايي بريدونه د پکتيکا ولايت په غرنۍ سيمه کې دپاکستان سرحد ته څېرمه شوي دي. خو دا څرګنده نه ده چې آیا الوتکې د افغانستان کې په قلمرو کې تر ډېر لېرې پورې ور داخل شوې وې او که څنګه او هوايي بريدونه څرنګه ترسره شوي دي.

اړونده موضوع: شهباز شریف: له ګاونډي هېواد څخه د ټي ټي پي بریدونه د زغم نه دي

د پاکستان د پوځ يوه وياند هم په سملاسي توګه کومه تبصره نه کړې او نه یې هم کوم جزيات په ډاګه کړي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت بريد غندلی

په کابل کې د طالبانو د دفاع وزارت د پاکستان دا هوايي بريدونه غندلي دي او ويلي یې دي چې بمباريو د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکيان په نخښه کړي دي. زياته شوې چې زياتره قربانيان وزيرستاني کډوال دي.

وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي: «د افغانستان اسلامي امارت دغه وحشيانه عمل د ټولو نړيوالو اصولو خلاف کړنه او تیری بولي او په کلکه یې غندي.»

د سيمې اوسيدونکي ويلي دي چې لږ تر لږه ۸ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، د پاکستان په هوايي بريدونو کې وژل شوي دي. دوی وويل چې ښايي د بريدونو د قربانيانو شمير نور هم ډېر شي.

اصف دراني: د ټي ټي پي غړي د طالبانو په وزارتونو کې کار کوي

11:06

This browser does not support the video element.

د طالبانو دفاع وزارت د ټولنیزو رسنيو د ايکس شبکې له لارې زياته کړې ده چې پاکستان بايد وپوهيږي چې دا ډول خپلسری عمل د هیڅ ستونزې حل نه دی.

همدا شان زياته شوې: «اسلامي امارت به دغه کرغيړن عمل بې ځوابه پرې نه ږدي بلکې له خپلې خاورې او حريم څخه دفاع خپل حق ګڼي.»

کابل ته د پاکستان د ځانګړي استازي سفر

دا هوايي بريدونو په داسې حال کې شوي دي چې د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، د دوشنبې په ورځ کابل ته سفر کړی وو څو هلته له طالب چارواکو سره پر يو لړ موضوعګانو خبرې اترې وکړي.

محمد صادق، د دې سفر په ترڅ کې د طالبانو د کورنيو چارو وزير سراج الدين حقاني، سره هم ليدلي ول او د نوموړي د کاکا او د طالبانو د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو د وزير خليل حقاني، د وژل کيدو له کبله یې نوموړي ته تسليت ويلی وو.

خليل حقاني، په يوه ځانمرګي بريد کې وژل شوی وو چې پړه یې د داعش ډلې پر غاړه اخېستې وه.

صادق، د ايکس شبکې په يوه پوست کې ويلي ول چې د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امیر خان متقي، سره یې هم ليدلي او دا چې له نوموړي سره یې «پراخ بحثونه درلودلي او د دوه اړخیزو اړيکو د پياوړتيا او همدا راز په سيمه کې د سولې او پراختيا له پاره یې پر همکارۍ توافق کړی دی.»

د جمعيت علماء اسلام ګوند يوه پلاوي هم د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کړی دی څو د حقاني، د کاکا د مړينې له کبله تسليت شريک کړي.

د پاکستان حکومت تل دا تور لګوي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د بريدونو په موخه د افغانستان خاوره استعمالوي، خو کابل یې دا تورونه ردوي.

آیا افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره په خوندي ځای بدل شوی؟

32:15

This browser does not support the video element.

يو اسلام آباد ميشتي د امنيتي چارو کاروپوه سيد محمد علي، وويل چې د سې شنبې هوايي بريد «پاکستاني طالبانو ته ښکاره او نيغ په نيغه خبرداری دی چې پاکستان به د ترهګرو د پټنځايونو د له منځه وړولو په موخه په هېواد کې دننه او دباندې له ټولو موجودو تدابيرو څخه کار واخلي.»

خو نوموړی وايي چې دا ]هوايي بريدونه[ په پټو سترګو د زور کارول نه دي او پاکستان د لازم احتياط سره دا ډاډمنه کړې چې يوازې د ترهګرو مرکزونه په نخښه شي او د ملکي کسانو ژوند او مال ته زيان ونه رسيږي.

له هغه وخت راهېسې چې طالبان د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د پاکستاني طالبانو يا تحريک طالبان پاکستان ډلې چې ټي ټي پي هم ورته ویل کيږي، خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی او تل د پاکستان امنيتي ځواکونه د بريدونو هدف ګرځوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل