1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او افغانستان د پاکستان له خوا د «ترهگرۍ» تورونه رد کړي

۱۳۹۹ آبان ۲۶, دوشنبه

پاکستان ادعا کړې وه چې په دې اړه ثبوتونه لري چې هند له افغان خاورې څخه د «ترهگرۍ» ملاتړ کوي څو په بلوچستان کې چينايي گټې او تاسيسات په نخښه کړي. خو د نوي ډهلي او کابل حکومتونو دا تورونه رد کړي دي.

Pakistan Islamabad | PK Konflikt Indien  Babar Iftikhar  / Shah Mahmood Qureshi
انځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د افغانستان او هند د بهرنيو چارو وزارتونو د يکشنبې په ورځ (د نومبر ۱۵ مه نيټه) د اعلاميو په خپرولو سره د پاکستان هغه تورونه رد کړي دي چې وايي د نوي ډهلي حکومت د افغانستان په خاوره کې وسله وال روزي او تمويلوي یې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت او پوځ د شنبې په ورځ په اسلام آباد کې د یوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې په پاکستان کې په «ترهگریزو» فعاليتونو کې د هند د لاس درلودو په اړه «کره» شواهد لري.

د بهرنيو چارو وزير ويلي ول چې پاکستان به دا شواهد له ملگرو ملتونو او نورو نړيوالو ادارو سره شريک کړي.

پاکستاني چارواکو دا هم ويلي ول چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي دي چې ښيي چې د هند استخبارات د پاکستان تحريک طالبانو له غړيو او د وروسته پاتې ایالت بلوچستان له ياغيانو سره ليدلي دي. د نوموړي په وينا دغه ډلې د پاکستان د متحد چين پر زيربنايي پروژو د بريدونو پړه پر غاړه لري.

د پاکستان پوځ پر هند د ترهگرو د روزنې، ساتنې او پاکستان ته د ليږدولو تور لگولی دی. زياته شوې چې له دغه ډول ۸۷ روزنيزو کمپونو څخه ۶۶ په افغانستان او نور ۲۱ په هند کې دي.

د پاکستان لومړي وزير عمران خان هم د تويتر له لارې ويلي: «موږ له نړيوالې ټولنې تمه لرو چې هند د ترهگرۍ له منځه وړلو او په پاکستان کې د په زرونو بې گناه وژنو مسئولين ځواب ويلو ته مجبور کړي.»

«تخيلي عناصر»

د هند حکومت د يکشنبې په ورځ ټول دغه تورونه رد کړل او هغه یې «ساختگي» او «تخيلي عناصر» وبلل.

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند وويل: «د ناهيلۍ دغه هڅه به ډېر لږ نړيوال ځانته جلب کړي ځکه نړيواله ټولنه د پاکستان په چل ول ښه خبره ده.»

هغه زياته کړه: «دا د هند پر ضد يوه بله بې معنا پروپاگنده ده. د هند په اړه د «شواهدو» د درلودو ادعا هیڅ اعتبار نه لري.»

د افغانستان حکومت هم دا ټول تورونه چې خاوره یې د پاکستان د هدف گرځولو په موخه د ترهگرو د روزنې له پاره کارول کيږي، رد کړي دي.

د افغانستان له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي: «د تروریزم د يوه ستر قرباني په توگه موږ پرته له تبعيضه په ټوله نړۍ کې د ترهگرۍ د ټولو ډولونو سره د مبارزې پاليسۍ ته ژمن يوو.»

د پاکستان له خوا دا تورونه په داسې حال کې لگول شوي چې د دغه هيواد لومړی وزير عمران خان به په راتلونکو ورځو کې افغانستان ته په خپل لومړي رسمي سفر ولاړ شي. تمه ده چې په کابل کې به د عمران خان خبرې، د افغان سولې پر پروسه تمرکز ولري. 

bs/nz (AFP, Reuters)