له هغه وخت راهيسې د دواړو هيوادونو ترمنځ نورمالې ديپلوماتيکې او تجارتي اړيکي بيرته نه دي فعالې شوي.
پاکستان اوس ويلي دي چې هند ته یې اجازه ورکړې ده چې د ځانګړې زمينې په برابرولو سره کابل ته خوراکي توکي انتقال کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو راهيسې د افغانستان اقتصاد د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. ملګرو ملتونو په دې وروستيو کې خبرداری ورکړ چې يو ميليون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخامخ دي او کابو ۹۰ سلنه افغان وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. ملګرو ملتونو له همدې کبله له افغانستان سره د پنځو ميلياردو ډالرو مرستې غږ کړی وو.
پاکستان هم په دې وروستيو مياشتو کې افغانستان ته خوراکي توکي او درمل استولي ول. د نړۍ د نورو هيوادونو په څېر هند او پاکستان هم تر اوسه طالبان په رسميت نه دي پيژندلي.
د هند حکومت په کابل کې دمګړی هیڅ ديپلوماتيک حضور نه لري، خو واک ته د طالبانو تر رسېدو لږ وروسته د اګست پر ۳۱مه نېټه د هند استازو په قطر کې له طالبانو سره ليدلي ول. هند د افغانستان له پخواني حکومت سره نژدې اړيکي لرلې او د پخواني افغان امنيتي ځواک سره یې د روزنې او تجهیزاتو په برخه کې مرسته کوله.
ب. ص/ ن. ز (AP)
زموږ له آرشيف څخه:
د هند او پاکستان د پياوړتيا مقايسه
هند او پاکستان هغه هيوادونه دي چي په ۱۹۴۷ کال سره بېل سول او د هغه مخکي د لوی هند برخه ول. دغو دوو هيوادونو تر اوسه ۴ جګړې درلودلې او په لوړه اندازه پر دفاع مصرف کوي. يوه پرتله يې دلته په ۲۶ انځورونو کي کتلای سئ: