د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د اګست ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د دې هیواد د استخباراتو یا آی. اس. آی، پخوانی مشر فیض حمید یې نیولی دی. ه اعلامیه کې همدا راز زیاته شوې ده چې د نوموړي د محکمې له پاره یې د پوځې محکمې دایرولو لړۍ هم پیل کړې ده.
د پوځ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د فیض حمید، د نیول کیدو امر د دې هیواد سترې محکمې یا سپریم کورټ ورکړی دی او دلیل یې تر تقاعد وروسته د پاکستان د پوځ له قانون څخه ګڼ شمېر سرغړوني او همدا راز د ځمکې او ښارګوټو په قضیو کې ښکیلتیا په ګوته شوې ده.
په ۲۰۲۱م کال د افغانستان د پخواني جمهوري نظام تر سقوط او واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته فیض حمید چې هغه مهال د پاکستان د استخباراتو مشر وو، کابل ته سفر وکړ چې له کبله یې پراخ غبرګونونه را وپاریدل.
هغه مهال پر ټولنیزو رسنیو د جنرال فیض حمید يو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس پر لاس کیده. هغه مهال کابل ته د نوموړي د سفر دلیل روښانه نه شو، خو د پاکستان د استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.
خ.ح / ن.ز
پاکستان څه ډول توغندي لري؟
د پاکستان د اتومي انرژۍ کمېسيون، کهوټا تحقيقاتي ادارې، سپارکو او د دفاعي علومو او تکنالوژۍ سازمان په ګډه د توغنديو پر تخنيک څېړنې پېل کړې وې. په دې ګالرۍ کې د پاکستاني توغنديو په اړه جزيات ترلاسه کولی شئ: انځور: ISPR پاکستاني توغندي او واټن یې د پاکستان د بالستيک ميزايل پروګرام له نزدې واټن څخه نيولې تر منځني واټن ويشتلو پوري وړتيا لرونکي ميزايل لري.
حتف ون يا حتف يو د لنډ واټن لومړی بالستېک میزايل وو چې پاکستان جوړ کړی وو او په لومړي سر کې یې له ۷۰ تر ۱۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلای شوای. دا ميزايل د سپارکو شرکت د نورو په مرسته په ۱۹۸۹م کال کې جوړ کړی وو. دا په ۱۹۹۲م کال کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: ISPR حتف اته يا رعد دوه توربو جېټ پاور کروز ميزايل دی. پاکستان د ۲۰۰۷م کال په اګست کې د دې آزموينه پيل کړې وه. د رپوټونو په حواله تر يو شمير تجربو وروسته د ۲۰۱۶م کال په جنورۍ کې ترسره شوې تجربه یې تر اوسه تر ټولو بريالۍ وه. دا ميزايل تر ۳۵۰ کيلومترو پوري واټن وهي.
انځور: ISPR حتف شپږ، شاهين دوه توغندی شاهين دوه د منځني واټن بالستېک توغندی په اصل کې د شاهين ون توغندي عصري شکل دی چې په لومړي سر کې د شاهين ون توغندي سره د دويمې درجې د موټور په توګه لګول شوی وو. په ۲۰۰۰م کال کې د جوړ شوي دې توغندي آزموينه په ۲۰۰۴م کال کې وشوه، په داسې حال کې چې د نصبولو وروستۍ تجربه یې په ۲۰۱۴م کال کې ترسره شوه. دا ميزايل د ۱۵۰۰ او ۲۰۰۰ ترمنځ واټن وهلې شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem حتف دوه يا د لنډ واټن ابدالي بالستېک توغندي ته په لومړي سر کې د حتف ون میزايل د دويمې مرحلې د بڼې په سترګه کتل کيدل او دا د حتف ون میزايل په لاندنۍ برخه کې نصب شوی وو. له دې کار څخه موخه د ميزايل واټن زياتول وو. د توغندی د ۲۸۰ څخه تر ۴۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad د پاکستان د حتف پنځه توغندي د جوړولو کار په اتيايمه لسیزه کې پیل شوی وو چې وروسته د غوري په نوم ونومول شو او په ۱۹۹۸م کال کې و آزمويل شو. غوري دوه بالستېک میزايل کې د فولادو پر ځای المونيوم کارول شوي ول چې له کبله یې دا تر ۱۸۰۰ کلوميترو پورې واټن وهلی شي.
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem په ميزايل تکنالوژۍ کې د پاکستان تر ټولو مهمه وسله د ابابيل توغندی دی. دا ميزايل په يوه وخت کې تر ۲۲۰۰ کيلومترو واټن پورې څو اهدافه په نخښه کولی شي. دا توغندی د کهوټا تحقيقاتي مرکز ساينس پوهانو او انجينرانو جوړ کړی او لومړۍ آزموينه یې د ۲۰۱۷م کال په جنورۍ مياشت کې شوې وه.
انځور: picture alliance/AA/Pakistani Army Handout حتف څلور، شاهين ون توغندی د حتف څلور يا شاهين ون توغندي د جوړولو چارې په ۱۹۹۳م کال کې پېل شوې وې او لومړۍ آزموينه یې د ۱۹۹۹م کال په اپريل مياشت کې ترسره شوې وه. د ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰م کالونو ترمنځ موده کې یې تخنيک عصري کړل شو او نورې آزموينې یې ترسره شوې. دا ميزايل له ۷۵۰ څخه تر ۹۰۰ کيلومتره پورې واټن وهلی شي او د ۲۰۰۳م کال په مارچ مياشت کې د پاکستان پوځ ته وسپارل شو.
انځور: picture alliance / dpa