1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شکمنو وسله والو لس پاکستاني ځواکونه وژلي او ټپيان کړي

۱۴۰۰ خرداد ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان پوځ وايي شکمنو وسله والو په کوټه کې پر ېوې امنيتي پوستې بريد کړی چې لسو پوځيانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. په یوه بله پېښه کې هم دوه پاکستاني ځواکونه ټپيان شوي او وسله والو ته هم د مرګ ژوبلې اړولو خبره شوې ده.

Pakistan Militär Patrouille Peschawar
انځور: picture-alliance/dpa/B. Arbab

اسوشتید پريس خبري آژانس د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې دغه پيښې پرون دوشنبه د می ۳۱ نېټه رامنځ ته شوې دي.

په رپوټ کې د پاکستان د پوځ په حواله ويل شوي دي چې لومړنۍ پېښه د پاکستان په سويل لويديځ کې هغه مهال رامنځه ته شوه چې يوې وسله والې ډلې په کويټه ښار کې پر يوې امنيتي پوستې حمله وکړه او څلور پاکستاني ځواکونه پکې ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي دي چې د امنيتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې څلور وسله وال وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دوهمه پېښه د بلوچستان ایالت په تربت سیمه کې د سړک د غاړي ماين چاودنه ده. دغه ماین د وسله والو له خوا د امنیتي ځواکونو د يوه موټر د په نخښه کولو په موخه ځای پر ځای شوی وو چې په نتيجه کې يې دوه سرتيري ټپيان شوي دي.

د پيښو مسؤليت تر دې مهاله کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی او نه هم په دې اړه اضافي جزئيات ورکړل شوي دي.

د پاکستان په بلوچستان ايالت کې بيلتون غوښتونکې ډلې له ډيرې مودې راهیسې په سیمه کې د حکومت خلاف فعالیت. په سیمه کې د بيلتون غوښتونکو تر څنګ، د پاکستاني طالبانو او داعش ډلې هم حضور لري.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب