آيا د پاکستان له سياست څخه د پوځ جلا کول آسانه دی؟
۱۴۰۱ آذر ۸, سهشنبه
د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه ویلي دي چې له سیاست څخه د پوځ جلا کیدل به د هیواد له پاره ډېر مثبت ثابت شي. خو د انتقاد کوونکو په اند د پاکستان پوځ په سیاست کې ډېر زیات دخیل دی او له سیاست څخه ځان نه شي بیلولی.
اعلان
د پاکستان د پوځ مشر چې ټاکل شوې ده په نيږدې وخت کې به تقاعد شي د متحده عربي اماراتو له «ګلف» ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ویلي دي چې پوځ د غیر سیاسي پاتې کیدو اراده لري. د هغه په وینا له دې پریکړې سره به د ولس او پوځ ترمنځ اړیکې قوي شي او سیاسي ثبات به هم رامنځته شي.
جنرال قمر جاوید باجوه د نومبر په ۲۳ نېټه هم یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي و چې پر پوځ ځکه نیوکې کیږي چې د تیرو ۷۰ کلونو راهیسې یې په غیر قانوني ډول په سیاست کې مداخله کړې ده.
جلا کیدل هم ډیر ستونزمن دی
د پاکستان له جوړښت راهیسې تر اوسه پورې پوځ نيږدې ۲۳ کلونو پورې په مستقیم ډول پر دغه هیواد حکومت کړی دی، په داسې حال کې چې د جمهوري حکومتونو په هکله هم انګیرل کیږي چې په غیر مستقیم ډول یي په سیاسي معاملو کې مداخله جاري ساتلې ده.
د بهرني امنیت ترڅنګ ډیر شمیر نورې چارې هم پوځ له ځان سره ساتلي دي، په داسې حال کې چې په اقتصادي چارو کې یې هم لاسوهنه کړې ده.
په پاکستان کې هیڅ لومړي وزیر خپله پنځه کلنه دوره نه ده بشپړه کړې. دوی د مختلفو دلایلو له امله اړ شوي دي چې له ټاکل شوي وخت څخه مخکې واک پريږدي. عمران خان د دغه هیواد ۲۲ لومړی وزیر وو چې خپله کاري دوره یې مکمله نه کړه.
انځور: STF/AFP/GettyImages
لیاقت علي خان: ۴ کاله او ۲ میاشتې
لیاقت علي خان د پاکستان لومړنی صدراعظم و. نوموړي د ۱۹۴۷م کال د اګست په ۱۵ نیټه خپله دنده پیل کړې وه. لیاقت علي خان د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه په راولپنډۍ کې د یوه کس له خوا په ډزو ووژل شو. نوموړی له وژل کیدو مخکې ۴ کاله او ۲ میاشتې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی و.
انځور: Wikipedia/US Department of State
خواجه ناظم الدین: ۱ کال او ۶ میاشتې
د لیاقت علي خان تر وژل کیدو یوه ورځ وروسته د ۱۹۵۱م کال د اکتوبر په ۱۶ نیټه خواجه ناظم الدین واک ته ورسید. نوموړی د ۱۹۵۳م کال د اپریل په ۱۷ نیټه د ګورنر جنرل له خوا د لومړي وزیر په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ده هم د ګورنر جنرل په توګه دنده ترسره کړې وه. (له ۱۹۷۴ څخه تر ۱۹۵۶ م کاله د پاکستان د اساسي قانون تر بشپړیدو مخکې د ګورنر جنرل مقام له صدراعظم څخه لوړ وه، ځکه د بریتانوي سلطنت استازی به وو)
انځور: Douglas Miller/Keystone/Hulton Archive/Getty Images
د ۱۹۵۵ م کال د اګست په ۱۲ نیټه چودهري محمد علي د پاکستان د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. د چودهري محمد علي نوم نن هم د پاکستان په اساسي قانون کې د هغه مهم رول له کبله یادیږي. هغه په ۱۹۵۶م کال د سپټبر په ۱۲ نیټه د خپل ګوند له غړو سره د شخړې له امله استعفا ورکړې وه.
انځور: akg images/picture alliance
حسین شهید سهروردي: ۱ کال او یوه میاشت
حسین شهید سهروردي د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر په ۱۲ د پاکستان لومړی وزیر شو، خو له ولسمشر سکندر مرزا سره د اختلافاتو له امله یي د ۱۹۵۶م کال په ۱۶ نیټه استعفا وکړه.
د ۲۰۰۲ م کال په نومبر کې ظفر الله خان جمالي د پرویز مشرف په دور کې لومړنې صدارعظم وټاکل شو، خو د ۲۰۰۴م کال د جون په ۲۴ نیټه هغه په ناڅاپي ډول استعفا وکړه.
انځور: Aamir Qureschi/AFP
چودهري شجاعت حسین: ۲ میاشتې
چودهري شجاعت حسین د ۲۰۰۴م کال د جون په ۳۰ نیټه پارلماني ټاکنو کې تر بریالیتوب وروسته لومړی وزیر شو. نوموړي د لومړي وزیر په توګه د شوکت عزیز تر ټاکل کیدو پورې نږدې دوه میاشتې خدمات ترسره کړل.
انځور: Bilawal Arbab/dpa/picture alliance
شوکت عزیز: ۳ کاله او ۲ میاشتې
شوکت عزیز د ۲۰۰۴م کال د اګست په ۲۶ نیټه لومړی وزیر وټاکل شو. هغه د ۲۰۰۷م کال په نومبر کې د پارلمان د مودې تر بشپړیدو وروسته له واکه لیري شو. په دې توګه دا لومړنی پاکستانی صدارعظم و چې د پارلماني دورې له ختمیدو سره له دندې لیري شوی دی.
انځور: Yu Jie/HPIC/picture alliance
یوسف رضا ګیلاني: ۴ کاله او یوه میاشت
د ۲۰۰۸ م کال د مارچ په ۲۵ نیټه تر عامو انتخاباتو وروسته یوسف رضا ګیلاني د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د هغه ګوند پاکستان پیپلز پارټي په پارلمان کې اکثریت ترلاسه کړ. خو په ۲۰۱۲م کال کې د توهین عدالت په یوه قضیه کې ورته یوه کوچنۍ سزا واورول شوه او وروسته له هغې د خپل مقام پریښودو ته اړه شو.
انځور: AP
راجا پروزیر اشرف: ۹ میاشتې
راجا پروزیز اشرف د پاکستان پیپلز ګوند (پي پي پي) د پاتې حکومتي دورې د بشپړولو له پاره د صدارت مسئولیت په غاړه واخیست. نوموړی د ۲۰۱۲م کال د جون له ۲۲ نیټې څخه د ۲۰۱۳م کال د مارچ تر ۲۴ نیټې پورې په دې مقام کې پاتې شو.
انځور: dapd
نواز شریف: ۴ کاله او ۲ میاشتې
د ۲۰۱۳م کال د جون په ۵ نیټه نوازشریف د دریم ځل له پاره لومړی وزیر شو. هغه په پاکستان کې لومړی داسې صدراعظم و چې دری ځله دې مقام ته رسیدلی دی. د ۲۰۱۶م کال د جولای په ۲۶ نیټه د سترې محکمې تر پریکړې وروسته هغه د خپلې دندې پریښودو ته اړ شو.
انځور: Reuters/F. Mahmood
شاهد خاقان عباسي: له یوه کال کمه موده
د نوازشریف تر لیري کیدو وروسته شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر وټاکل شو. نوموړي د ۲۰۱۷ م کال په اګست کې دا مسئولیت په غاړه اخیستی و. خو د هغه صدارت د ۲۰۱۸ م کال د می په ۳۱ نیټه د پارلمان د دوری له بشپړیدو سره ختم شو.
انځور: Reuters/J. Moon
عمران خان: ۳ کاله او ۶ میاشتې
عمران خان د ۲۰۱۸م کال د اګست په ۱۸ نیټه د پاکستان لومړی وزیر وټاکل شو. د ۲۰۲۲م کال د اپریل په ۱۰ نیټه په پارلمان کې د نه باور رایې تر بهیر وروسته له واکه لیري کړای شو. عمران خان لومړنی پاکستانی سیاستوال دی چې د پارلمان له خوا د نه باور رایې پروسې په پایله کې د لومړي وزارت له مقام څخه محروم شوی دی.
انځور: Anjum Naveed/AP/dpa/picture alliance
انځورونه1 | 21
متقاعد جنرال اعجاز اعوان وایي چې پوځ ته په کار دي چې خپل قانوني رول ولوبوي او باید له سیاست څخه ځان لیري وساتي. نوموړي دویچه ویله ته وویل: «که پوځ په سیاست کې دخیل شوی دی، نو په هغې کې سیاستوال او قضایه قوه هم ګرم دي. پوښتنه دا ده کله چې په هیواد کې مارشل لا(پوځي قانون) و، نو هغه کوم خلک وو چې د هغې هرکلی یې کړی و. هغه همدا سیاستوال و چې د پوځ د مشر کور ته به تلل او یو په بل پسې به یي بد ویل.»
د اعجاز اعوان په حواله په دې برخه کې د قضایه قوې چلند هم منفي و: «قاضیانو د موقتي اساسي قانون او کاري چوکاټ پر اساس لوړه وکړه او د اړتیا د نظریې پر اساس یي پوځي حکومت راوباله. له همدې امله یوازې پر جنرالانو انتقاد کول مناسب نه دي.»
د پوځ مشر ستر سلاکار دی
انتقاد کوونکي په دې نظر دي چې د پاکستان د پوځ مشر او پوځي اداره حکومتونه جوړوي او را نسکوروي يې. سربیره پر دې د هیواد مهم مسایل همدوي پرمخ وړي. اعجاز اعوان وايي چې دې خبرې ته اړتیا ده چې پوځ یواز خپل قانوني رول ولوبوي: «په امنیتي چارو کې د پوځ مشر د لومړي وزیر ستر سلاکار دی او همدا باید د هغه رول وي.»
په سیاست کې د جنرالانو د مداخلې تاریخ
مشهور پاکستانی خبریال او په دغه هیواد کې د خبریالانو د اتحادیي پخوانی سکرتر جنرال ناصر زیدي تل د نظامي دیکتاتورانو پر وړاندې مبارزه کړې ده چې له امله یي بندي شوی هم دی. د جنرال ضیاء الحق د واکمنۍ پر مهال د بیان د آزادۍ له پاره یې د کوښښونو له کبله په دورو هم وهل شوی دی.
ناصر زیدي وايي چې پوځ تل په سیاسي چارو کې مداخله کړې ده. نوموړي د دې خبرې د تاریخي پسمنظر په هکله دویچه ویله ته وویل: «تر ټولو دمخه تورن جنرال سکندر مرزا د جمهوري غوښتونکو ګوند تاسیس کړ. تر هغې وروسته کله چې ایوب خان د بنسټیزو جمهوریتونو انتخابات اعلان کړل، نو سیاسي ګوند ته یي ضرورت پیدا کړ، چې د هغې له پاره یي د کنونشن لیګ ګوند جوړ کړ او په زړه پورې خبره خو دا ده چې ذلفقار علي بوټو هم د دې کنونشن لیګ مشر و.
د جنرال یحیا په دور کې هم راو فرمان علي او د جنرال پیرزاده په ګډون یو شمیر پوځي افسران په سیاست کې دخیل ول، په داسې حال کې چې جنرال ضیاء الحق په خپل دور کې جونیجو لیګ جوړ کړ. جنرال حمید ګل او په ۱۹۸۸م کال کې د پوځ مشر جنرال اسلم بیګ د اسلامي جمهوري اتحاد رامنځته کړ.»
د ناصر زیدي په حواله له سرکرده جنرالانو سربیره تورن عامر او د ټیټې کچې یو شمیر پوځي افسران د بې نظیر بوټو د حکومت په لومړي دور کې په سیاسي ډول فعاله ول او د هغې د حکومت د رانسکورولو کوښښ یي هم وکړ: «وروسته بیا نواز شریف او غلام اسحاق خان دواړه د جنرال وحید کاکړ له خوا له واکه لیري کړای شول. د جنرال پرویز مشرف د واکمنۍ په وخت کې د آی اس آی مرستیال مشر جنرال احتشام ضمیر د پیټریاټ او ق لیګ ګوند په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.
په داسې حال کې چې د آی اس آی پر پخواني مرستیال مشر جنرال شجاع پاشا، د پوځ پخواني مشر جنرال اشفاق پرویز کیاني او د آی اس آی پر پخواني مشر جنرال فیض حمید دا تور لګول کیږي چې دوی [د عمران خان په مشرۍ] د پاکستان تحریک انصاف ګوند په جوړولو کې مهم رول لوبولی دی».
ناصر زیدي وايي چې پوځ یوازې نظامي یا سیاسي قدرت نه دی، بلکې یو اقتصادي قدرت هم دی او د اقتصاد یوه لویه برخه د دوی تر کنترول لاندې ده. نو له همدې امله د پوځ د مداخلي ختمول ناممکن دي.