1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان ويلي دي د بن لادن افغان ساتونکی یې نيولی دی

۱۴۰۳ تیر ۲۹, جمعه

د پاکستان د ترهګرۍ ضد چارواکي وايي چې د القاعدې شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن يو افغان ساتونکی یې نيولی دی. دوی ويلي دي چې هغه د اسامه بن لادن ډېر نږدې همکار وو.

په پاکستان کې د زندان موټرې
د پاکستان د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ادارې ویلي دي چې د القاعدې شبکې يو مشر یې نيولی دیانځور: Faruq Azam/DW

د خبري آژانسونو په حواله د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سی ټي ډي) يوه چارواکي عثمان اکرم ګوندل، ويلي دي چې د القاعدې شبکې د مشر اسامه بن لادن، د ځانګړې امنيتي قطعې مشر امين الحق، یې د پاکستان د پنجاب ايالت په ګجرات ښار کې نيولی دی. 
ګوندل، وويل چې د نوموړي نوم د ملګرو ملتونو د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې شامل وو او يو ځل مخکې هم په ۲۰۰۷م کال کې په پاکستان کې نيول شوی وو. 
ويل شوي چې امين الحق، په ۲۰۱۱م کال کې له زندان څخه آزاد شو او په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په ننګرهار ولایت کې يو ځل بيا راڅرګند شو. 
ګوندل، وويل چې امين الحق، په دې وروستيو کې يو ځل بيا پاکستان ته داخل شوی وو او دا چې د هغه د راتګ علت ازول کیږي. 
دغه چارواکي وويل چې د القاعدې دا مشر افغاني او جعلي پاکستاني اسناد لري چې د سفر له پاره یې کاروي.
د ترهګرۍ ضد ادارې په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې نوموړی تورن دی چې په پنجاب ايالت کې یې د مهمو تاسيساتو د تخريب او په نخښه کولو پلان درلود.
ويل شوي دي چې ترهګرۍ ضد مبارزې پوليسو د استحباراتي معلوماتو په مرسته د ګجرات ښار پر هغه ودانۍ چاپه ووهله چې نوموړی پکې دېره وو. 

د ترهګرۍ ضد ادارې په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې نوموړی تورن دی چې په پنجاب ايالت کې یې د مهمو تاسيساتو د تخريب او په نخښه کولو پلان درلود.

د ترهګرۍ ضد ادارې يوه وياند په دې اعلاميه کې زياته کړې ده: «دا د ترهګرۍ ضد جګړه کې يو مهم ګام دی. سي ټي ډي د استخباراتي ادارو سره په ګډه په دې بريالۍ شوې ده چې القاعدې شبکې يو مهم مشر امين الحق ونيول شي.«

د القاعدې شبکې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې په خپل کور کې د امريکا متحده ایالاتو د ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې ووژل شو. 

تر دې را وروسته کلونو کې د دغه شبکې يو شمير عرب، پاکستاني او افغان مشران د امريکا د بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول چې په نتیجه کې یې دا ترهګریزه شبکه کمروزې شوه.
خو د ملګرو ملتونو د رپوټونو پر اساس د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کې په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو راهېسې دغه ډله يو ځل بيا په سيمه کې د نفود موندلو په لټه کې ده. 

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب