1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمآسیا

پاکستان د داعش د یو مهم غړي د نیولو خبر ورکړ

محمد کریم صالح | فرانس پریس
۱۴۰۴ آذر ۲۸, جمعه

د پاکستان د استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ تائید کړه چې د داعش ډلې یو مهم غړی سلطان عزیز عزام ېې نیولی دی. ملګرو ملتونو په می میاشت کې د اعظم د نیولو خبر ورکړی، خو پاکستان ېې د امنيتی دلایلو پر اساس خبر نه وو خپور کړی.

آرشیف - د پاکستان پولیس د دندې پر مهال
د پاکستان د استخباراتو ادارې د جمعې په ورځ تائید کړه چې د داعش ډلې یو مهم غړی سلطان عزیز اعظم ېې نیولی دیانځور: Ikram Suri/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو پر بندیزونو د څار یوې کميټې د هغه رپوټ پر اساس، چې په نومبر میاشت کې ېې د امنیت شورا ته سپارلی و، سلطان عزیز عزام چې د داعش خراسان څانګې د ویاند په توګه یې فعالیت کاوه، د می میاشتې په ۱۶مه نیول شوی و. 

د پاکستان د استخباراتو ادارې یو لوړپوړي مامور د نوم د نه ښودلو په شرط د عزام په هکله وویل: «هغه نه یوازې یو ویاند و، بلکې په سیمه کې د [داعش خراسان] ډلې یو له مهمو مشرانو څخه و.» 

سرچينې زیاته کړه د اعظم د نیولو خبر پر خپل وخت په دې دلیل رسنیز نه شو چې کېدای شو د تروریزم ضد عملیاتو ېې خپل اغیز پرېښی وی او دا تصمیم له عزام څخه د تحقیقاتو په جریان کې ونیول شو. 

داعش خراسان په سیمه کې د «اسلامي دولت» په نوم یا داعش ډلې، محلي څانګه ده چې په وروستیو کلونو کې ېې په افغانستان، پاکستان او له دې ورهاخوا کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسئولیتونه منلي دي.    

دغې ډلې په افغانستان او پاکستان کې خپلې حملې له ۲۰۲۱م کال راوروسته چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، ډېرې کړي. د ۲۰۲۴م کال په مارچ میاشت کې په مسکو کې د ودونو پر یو هال د حملې مسئولیت هم همدې ډلې منلی و چې پکې تر ۱۴۰ ډېر کسان ووژل شول.

دا چې د داعش دغه مهم غړی په کوم هېواد کې نیول شوی، نه د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ويل شوي او نه هم د پاکستان د استخباراتو ادارې مامور ورته اشاره کړې ده.

په افغانستان کې طالب چارواکو په کراتو ويلي چې د امنيت ټينګښت د دوی له پاره لومړيتوب لري او د داعش خراسان په ګډون د اورپګو ډلو فعالیتونه ېې سرکوبه کړي دي.

 د ملګرو ملتونو په رپوټ کې هم راغلي چې د پاکستان او افغانستان دواړو هڅو داعش خراسان څانګې ته قوي ضربه وارد کړې ده: «په ټوله کې د داعش خراسان څانګې وړتیا د دي فکتو چارواکو او د پاکستان د تروریزم ضد عملیاتو په نتیجه کې راټيټه شوې ده.» په رپوټ کې له دي فکتو څخه هدف په افغانستان کې د طالبانو اداره ده چې تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ بل هېواد له خوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

رپوټ وايي خو له دې ټولو سره سره، «دغه ډله لاهم مقاومتګره پاته شوې» او طالب چارواکي تر اوسه نه دي توانيدلي چې د افغانستان په شرق او شمال کې د هغوی پټنځایونه په بشپړه توګه له منځه یوسي. اټکل کیږي چې د داعش خراسان څانګه شاوخوا ۲۰۰۰ جنګیالي لري.

 د جیمزټاون بنسټ پر اساس، چې په امریکا کې یو فکري مرکز دی، سلطان عزیز عزام د افغانستان د شرقي ولایت ننګرهار چې د داعش د تر ټولو قوي مرکز په سترګه ورته کتل کيږي، اوسېدونکی دی. 

 د فرانسې خبري آژانس په حواله، عزام د یو شاعر او لیکوال په توګه یاد شوی چې په ۲۰۱۵ کې داعش خراسان څانګې سره له یو ځای کېدو مخکې ېې لیکنې پر ټولنیزو رسنیو لکه فېسبوک خپرېدې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب