مخکې تر دې بابر تیر کال په نومبر مياشت کې په ایشیا کپ او بیا د ۵۰ اوورونو په ورلډ کپ کې د پاکستان لوبډلې له مایوسوونکو لوبو وروسته استعفا کړې وه. تر هغه وروسته شاهین شاه افریدي د ټي ټوئنټي او شان مسعود د ټیسټ لوبو د کپتانۍ مسئولیت پر غاړه اخیستی و.
بابر اعظم د خپلې دې پریکړې په هکله څه وویل؟
بابر اعظم په ایکس شبکه کې د خپلې دې پریکړې د اعلانولو په ترڅ کې لیکلي دي چې ګرانو مینه والو«زه نن تاسې سره ځینې خبرې شریکوم. ما د پاکستان د ملي لوبډلې له کپتانۍ څخه د استعفا کولو پریکړه کړې ده، کوم چې تیره میاشت پي سي بي او د ټیم ادارې ته د ورکړل شوي خبرتیا له مخې د عملي کیدو وړ ده.»
بابر اعظم ویلي دي چې لوبډلمشري یوه ګټوره تجربه ده، خو په دې کې د یوه مهم کار بوج یا بار هم شامل وي. زه غواړم خپلو وړتیاو ته ترجیح ورکړم او له خپل بیټنګ څخه خوند واخلم او له خپلې کورنۍ سره ښه وخت تیر کړم، له څه څخه چې زه خوند اخلم. له استعفا کولو سره به مې مسئولیت کم شي او زما په پرمختګ کې به مرسته وکړي او په خپله لوبه او شخصي پرمختګ به ډېره توجه متمرکزه کړم. ستاسې د دوامداره ملاتړ او پر ما باندې باور کولو له امله مننه کوم. ستاسې مينه زما له پاره د نړۍ حثیت لري.»
د افغانستان د کریکټ راتلونکی څنګه دی؟
33:09
پر بابر اعظم نیوکې او فشار
بابر اعظم له تیر یونیم کال راهیسې تر سخت فشار لاندې و. د هغه په مشرۍ کې د پاکستان لوبډله د ون ډی او ټي ټوئنټي ورلډکپ د ګروپ په پړاو له لوبو څخه وایستل شوه. په ټولو درو فارمټونو کې او همدارنګه په T20 کې د بابر پر کارکردګۍ سختې نیوکې کیدلې.
خو ډیر شمیر مینه والو یې ستاېنه هم کړې ده. یوه کاروونکي لیکلي دي: «بابر اعظم د پاکستان بهترین کپتان او توپ وهونکی و، د پاکستان کرېکټ بورډ دا غلط کار کړی دی».
افغانستان خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ مياشتي پر ۲۵ له پاکستان سره وکړه. افغانستان د ټاس یا پچي تر گټلو وروسته، پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه. پاکستان په ټاکلو شوو ۵۰ اوورونو کې ۲۴۸ منډې جوړې کړې.
انځور: Reuters
د پاکستان د لومړني لوبغاړي تر سوځیدو وروسته نور لوبغاړي هم ډیر ژر ژر وسوځیدل، خو د سمیع الله شینواري له لاسه د عمر اکمل کیچ ولوېد چې دې کار د پاکستان له بخت سره یاري وکړه او عمر اکمل تر سلو زیاتې منډې جوړي کړې.
د افغانستان د کريکټ بورډ د اجرائیوي رئيس ډاکټر نور محمد مراد، د وینا له مخي دا پخپله د افغانستان له پاره لویه بریا وه، چې د آسیا په جام کې ولوبیږي. د ۲۰۱۲م کال د جنورۍ میاشتي پر ۱۱مه نیټه د سریلانکا او جنوبي افریقا د لوبډلو تر منځ لوبه شوې وه. د سریلانکا ټوله لوبډله په ۴۳ منډو سوځیدلې وه.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images
افغانستان خپله څلورمه او وروستۍ لوبه له هند سره تر سره کړه. په لومړي سر کې افغان توپ وهوونکو تیزه لوبه پیل کړه خو د نوروز منگل تر سوځیدو وروسته، نور لوبغاړي هم یو په بل پسې ژر ژر وسوځیدل. د افغانستان ټول لوبغاړي په ۴۶ اوور کې وسوځیدل او هندوستان ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.
انځور: Reuters
که څه هم په لومړي سر کې داسې بریښده چې افغان توپ وهوونکي به دومره منډې و نه کړي خو بیا هم لوبه یې تر یوه ځایه ورسوله. د افغانستان د کرېکټ بورډ د اجرائیوي ریئس نور محمد د مراد په وینا یوه ستونزه چې دوی له پخوا څخه لا پوهیدل او اوس ورته لا په ښه توگه واضحه شوه، د بیټنگ یا توپ وهني برخي لا پسې پیاوړي کول دي.