پاکستان: پر «تحریک لبیک پاکستان» بندیز ولګول شو
۱۴۰۴ آبان ۲, جمعه
پر «تحریک لبیک پاکستان» بنديز د ترهګرۍ ضد قانون له مخې د لومړي وزير شهباز شریف په مشرۍ د فدرالي کابینې د غونډې په ترڅ کې ولګول شو.
د پاکستان د لومړي وزير له دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې کابینې په متفقه توګه د دې بندیز منظوري ورکړه.
دا په وروستیو کلونو کې دوهم ځل دی چې پر ټي ال پي بندیز لګېږي. لومړی ځل په اپرېل ۲۰۲۱ کې هغه مهال پرې بندیز ولګول شو کله چې د فرانسې په هېواد کې د اسلام پیغمبر ص د کارټونونو د خپرېدو پر ضد تاوتریخجنې مظاهرې شوې وې. هغه وخت ټي ال پي غوښتنه کړې وه چې د فرانسې سفیر دې له پاکستانه وایستل شي.
خو په نومبر ۲۰۲۱ کې د پخواني لومړي وزير عمران خان حکومت له ټي ال پي سره د یو تړون وروسته دا بندیز لیرې کړ، سره له دې چې ګڼو سیاسي ګوندونو دغه پرېکړه وغندله او ويې ویل چې دا ګام د دغه ډلې د بیا سیاسي فعالیتونو پیل ته لار هواروي.
د لومړي وزير دفتر ویلي چې ټي ال پي پر تړون عمل ونه کړ او لا هم په تاوتریخوالي کې ښکېله پاتې شوه.
ټي ال پي د اکتوبر پر ۱۰مه د «لبیک یا اقصیٰ» تر عنوان لاندې له لاهوره تر اسلام آباده د لاریون اعلان کړی و. د دې لاریون د مخنیوي پر مهال د پولیسو او ټي ال پي پلویانو تر منځ نښتې وشوې.
د ټي ال پي پلویان د اسراییلو ضد مظاهرو له پاره سړکونو ته راوتلي وو، تر دې دمخه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د جګړې د پای ته رسېدو له پاره اوربند اعلان کړي.
د اکتوبر پر ۱۳مه د پنجاب په مریدکې ښار کې دغه لاریون پولیسو وپاشه، خو د پولیسو په وینا په دې عملیاتو کې یو پوليس ووژل شو او له ۸۰ ډېر امنيتي کسان ټپیان شول، په داسې حال کې چې ټي ال پي هم د خپلو څو پلویانو د وژل کېدو، ټپي کېدو او نیول کېدو ادعا وکړه.
د ټي ال پي اعلامیه
ټي ال پي په خپله یوه اعلامیه کې وویل چې دا بندیز یې رد کړی او دا یې «یو غیر قانوني او دیکتاتوري» عمل بللی چې په خبره یې له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.
د ټي ال پي یوه ویاند وویل چې دا پرېکړه نه یوازې د پاکستان د اساسي قانون له ۱۷ او ۱۹ مادو ښکاره سرغړونه ده، بلکې د هېواد په کچه د ولسواکۍ د ازادیو د ختمېدو او سیاسي انتقام د دروازو د پرانیستو معنا هم لري.
په ورته وخت کې د پنجاب حکومت ویاندې عظمٰی بخاري د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر ۲۳مه) خبریالانو ته وویل چې د وروستیو تاوتریخجنو پېښو له امله پر ټي ال پي د بندیز سپارښتنه شوې وه. هغې زیاته کړه چې د دې ډلې دفترونه د پنجاب حکومت لا دمخه تړلي وو.
پولیسو د تېرې اوونۍ راهیسې د ټي ال پي سلګونه پلویان نیولي دي او د بخاري په وینا د دې ډلې بانکي حسابونه کنګل کړل شوي او د هغو غړو پر ضد د ترهګرۍ تورونه لګېدلي دي چې د تاوتریخوالي پر مهال پر پولیسو په بریدونو کې ښکېل وو.
د سعد رضوي لټون
چارواکي وايي پولیس اوس د ټي ال پي د مشر سعد رضوي په لټه کې دي چې د اکتوبر پر ۱۳مه د نښتو له پیل وروسته لادرکه دی.
پولیس شک لري چې رضوي له لاهوره وتلی او ښايي د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پټ شوی وي. د هغه د نیولو لپاره چاپې وهل کېږي.
خو د ټي ال پي په وینا، د پولیسو د عملیاتو له پیل څو ساعته وروسته، د دوی اړیکه له سعد رضوي سره پرې شوې وه.
تحریک لبیک پاکستان څه غواړي؟
دا یوه سني مذهبي ډله ده چې په ۲۰۱۱ کې د ممتاز قادري د اعدام پر ضد جوړه شوې وه. ممتاز قادري هغه مهال د پنجاب د ګورنر سلمان تاثیر د وژنې په تور تورن و چې د هغه شخصي ساتونکی و.
دا ډله په ۲۰۱۶ کې رسمي سیاست ته داخله شوه او په ۲۰۱۸ ټاکنو کې یې له دوو میلیونو زیاتې رایې ترلاسه کړې چې دا یې د هېواد څلورمه ستره سیاسي ډله وګرځوله.
ټي ال پي د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې د پنجاب یوه ايالتي څوکۍ وګټله.
ټي ال پي د خپلو تاوتریخجنو مظاهرو له امله مشهوره ده. د فرانس پرس خبري آژانس د راپور له مخې، په تېرو کلونو کې دې ډلې زرګونه پلویان راټول کړي، ښارونه یې فلج کړي، د لوېدیځو سفیرانو د ایستلو غوښتنې یې کړې، مذهبي لږکیانې یې په نښه کړي او د تاوتریخوالي فضا یې رامنځته کړې ده.