1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د پوليو ضد واکسين يو بل کمپاين پېل کړی

۱۴۰۳ آبان ۷, دوشنبه

په پاکستان کې د پوليو واکسين يو پراخ کمپاين پېل شوی، څو ۴۵ میليونه ماشومان له دغي ناروغۍ وساتل شي. په پاکستان کې په دې وروستيو کې د پوليو پېښې ډيرې شوي دي چې د پوليو د له منځه وړولو د دغه هېواد هڅې یې ټکنې کړي دي.

يو ماشوم د پولیو واکسين ترلاسه کولو په حال کې
پاکستان د پوليو د واکسين يو پراخ کمپاين پيل کړی دیانځور: K.M. Chaudary/AP Photo/picture alliance

په پاکستان کې د پوليو يا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين چې نن دوشنبه پېل شوی دی، د روان میلادي کال دريم کمپاين دی او تر يکشنبې ورځې به روان وي.

د پاکستان د لومړي وزير شهباز شريف، د پوليو د له منځه وړولو د پروګرام مشاورې عایشې رضا فاروق، وويل چې دا «کمپاين د پوليو پېښو د ډېروالي په نتيجه کې ترسره کيږي.»

نوموړې په يوه اعلاميه کې وويل: «موږ له نوې انرژۍ سره له پوليو سره په مبارزه لاس پورې کړی دی.»

د کور په کور ترسره کیدونکي دې کمپاين په ترڅ کې به هغو ماشومانو ته واکسين او ويتامن ای ورکړل شي چې لا پنځه کلن شوي نه دي.

لومړي وزير شهباز شريف، په دې وروستیو کې د پولیو واکسين له طبي کاروونکو سره وليدل او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې دا خبره تضمين کړي چې د کور په کور دې کمپاين په ترڅ کې يو ماشوم هم بې واکسينه پاته نه شي.

د پاکستان د پوليو د له منځه وړولو د بيړنيو عملياتو د ملي مرکز همغږي کوونکي انوار الحق، هم له والدينو څخه د پوليو له کارکوونکو سره د بشپړې همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه وويل: «پولیو علاج نه لري خو له دې موجود واکسين له لارې یې مخه نيول کيدلای شي.»

آیا افغانستان کې د پولیو پیښې ورځ تر بلې ډیریږي؟

31:30

This browser does not support the video element.

پاکستان د پوليو يا ګوزڼ ناروغيو دا ډول کمپاينونه په منظم ډول ترسره کوي او د دغه کمپاين پر کارکوونکو هدفي بريدونه او د بدرکه کوونکو پوليسو وژل یې عام دي.

وسله وال ادعا کوي چې د واکسين کمپاينونه د لوېدیځ دسيسه ده څو ماشومان عقيم یا شنډ کړي.

د پوليو د پېښو ډېرېدل

عايشې رضا فاروق، وويل چې پاکستان په روان میلادي کال کې تر اوسه په ۷۱ سيمو کې د پوليو ۴۱ پېښې ثبت کړي دي. هغې زياته کړه چې زیاتره پېښې په بلوچستان ايالت، ورپسې په سند او بيا په خيبر پښتونخوا او پنجاب ايالت کې ثبت شوی دي.

په نويو سيمو کې يا هغو سيمو چې مخکې پکې د پوليو پېښې نه وې ثبت شوې، د پوليو ډېروالي چارواکي انديښمن کړي دي. مخکنۍ کابو ټولې پېښې له افغانستان سره پر پوله په شمال ختیځو سيمو کې ثبت شوې وې.

په افغانستان کې طالبانو په سبتمبر مياشت کې په ناڅاپي ډول د ګوزڼ واکسين د کور په کور کمپاين درولی وو. په پاکستان کې چارواکي وايي چې د افغان طالبانو دا وروستۍ پريکړه به د افغانستان د پولې دباندې هم اغیزې ولري ځکه چې د دواړو هېوادو ترمنځ د وګړو تګ راتګ ډېر دی.

د روغتيا نړيوال سازمان په روان کال کې په افغانستان کې د پوليو ۱۸ قضیې ثبت کړي دي.

پاکستان او افغانستان په نړۍ کې هغه يوازني هېوادونو دي چېرې چې د پوليو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. پوليو يوه ساري مکروبي ناروغي ده او په هغو ځایونو کې خپريږي چېرې چې ټول خلک واکسين شوي نه وي. پوليو په ځينو قضيو کې د فلج کیدو او حتی مړينې باعث ګرځي.

ب. ص/ ن. ز (AP) 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب