د کریکټ نړیوال جام؛ سرسخت رقیبان هند او پاکستان نن لوبه کوي
۱۴۰۴ بهمن ۲۶, یکشنبه
د کریکټ په ډګر کې د پاکستان او هندوستان د کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ سیالۍ تل تر ټولو هيجاني او د ډېر پام وړ وي. هندوستان او پاکستان دوه سرسخت رقیب ګاونډي هېوادونه دي چې ترمنځ ېې ترینګلي ديپلوماتیکې اړيکي د دوی په ولسونو هم خپل ژور اغېز درلودلی چې یوه بېلګه ېې سپورټ دی.
د کریکټ د نړیوالې شورا د اعلان شوي مهال وېش له مخې نننۍ لوبه د سریلانکا په کولمبو کې د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې او د آلمان پر وخت د ماسپښین دوه نیمې بجې پیلیږي.
پاکستان او هند د وروستي ځل له پاره تېرکال په متحده عربي اماراتو کې د اسیا کپ په سیالیو کې سره مخ شول او تر هغې وروسته به نن د دوهم ځل له پاره سره مخامخ کيږي. هندوستان چې د اسیا جام ګټونکی شو، هغه مهال ېېپاکستاني لوبغاړو ته له لاس ورکولو ډډه کړې وه چې یادې پیښې پراخ غبرګونونه هم را پارولي ول.
د آسیا کپ په سیالیو کې د هندوستان لوبډلمشر سوریاکمار یادو خپل پاکستاني سیال سلمان علي آغا ته له لاس ورکولو ډډه وکړه. د نوموړي دغه اقدام د پاکستان او هند په کریکټ کې اختلافات زیات کړل.
نور ولولۍ:راشد خان په کابل کې د نړیوال کریکټ د سياليو هیله لري
د پاکستان کپټان سلمان علي آغا ويلي چې دا د هندي لوبغاړو له تصمیم سره تړاو لري چې دوی د یکشنبې په ورځ تر لوبې مخکې او وروسته له پاکستاني لوبغاړو سره لاسونه ورکوي که نه.
د هندوستان له کپټان، سوریاکمار یادو، چې تېره ورځ ېې له خبریالانو سره خبرې کولې، په دې هکله له مشخص نظر ورکولو ډډه وکړه. هغه خبریالانو ته وویل: «تاسو ولې دا خبره غټوئ؟ موږ دلته د دې له پاره یو چې کریکټ وکړو. موږ به د کریکټ ډېره ښه لوبه وکړو. موږ به سبا له هغوی ټولو سره تماس ولرو. سبا ته به سره ګورو.»
د پاکستان حکومت مخکې له هند سره د ننۍ لوبې بایکاټ اعلان کړی و. پاکستان دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې بنګله دېش وویل د امنیتي دلایلو له مخې نه غواړي هندوستان کې لوبې وکړي.
نور ولولۍ: د کریکټ شل اوریز نړېوال جام؛ بنګله دېش حذف شو پر ځای ېې سکاتلنډ لوبيږي
خو پاکستان د کریکټ له نړېوالې شورا یا آی سي سي سره تر ډېرو بحثونو وروسته له هند سره د لوبېدو په کولو سلا وکړه. اسوشتید پريس خبري آژانس په خپل رپوټ کې وايي چې د هند او پاکستان لوبه د آی سي سي له پاره د عوایدو تر ټولو لویه سرچینه ده.
افغانستان د کریکټ په روان شل اوریز جام کې تر اوسه خپلې دوه لوبې کړي چې دواړه ېې بایلودلي دي.