1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان او چین، افغانستان ته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې

۱۴۰۰ آبان ۴, سه‌شنبه

د پاکستان او چین هیوادونو مشرانو په ګډه افغانستان ته د بشري مرستو د لیږلو غږ کړی دی. دواړو هیوادونو په عاجله توګه افغانانو ته د مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.

Kyrgyzstan Gipfeltreffen Imran Khan
انځور: picture-alliance/AA/Pakistani Prime Ministry

د چین او پاکستان حکومتي مشرانو د سې شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اکتوبر ۲۶مه) پر نړیوالې ټولنې غږ کړی دی څو په عاجله توګه افغانستان ته بشري او اقتصادي مرستې ورسوي. دواړو هیوادونو ویلي دي چې دغه مرستې باید په عاجله توګه چمتو شي، ځکه افغانان د راتلونکې ژمي له پاره د خوراکي توکو او دارو درملو له کمښت سره مخ کیدلی شي.

د پاکستان حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې لومړي وزیر عمران خان د یوې تلیفونې اړیکې له لارې له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره د افغانستان پر سر خبرې کړي دي.

د پاکستان او چین مشران داسې مهال د افغانستان په هکله خبرې کوي چې همدا پرون د قطر په دوحې کې د چین جګپوړو حکومتي چارواکو د طالبانو له مشرانو سره لیدلي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د طالبانو او چینايي چارواکو ترمنځ دغه لیده کاته تائید کړي دي.

چین او پاکستان د یو بل نیږدې متحدین دي او دواړو هیوادونو د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګیدو وروسته په لومړیو اونیو کې هم افغانستان ته بشري مرستې رسولې وې.

بل لوري ته ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بشري مرستو غوښتنه کړې او په ورته وخت کې یې د بې وزلۍ د ډیریدو خبر هم ورکړی دی.