دا د آلمان تر ټولو لوی بندر دی. په ۲۰۱۵ م کال کې له دې بندرګاه څخه ۱۳۸ میلیونه ټنه توکي د نړۍ نورو برخو ته استول شوي دي. د اروپا دا تر ټولو دریم لوی بندر په نړیواله کچه په ۱۹ مقام کې ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa/C. Charisius
اینټورپ
اینټورپ د بلجیم یا بلژیک هیواد تر ټولو لوی بندر دی. دا د اروپا په کچه تر ټولو دویم لوی بندر او په نړیواله کچه په ۱۵ مقام کې ځای لري. تر هیوسټن وروسته د کیمیایي صنعت دویم تر ټولو لوی پارک هم د همدې بندر یوه برخه ده.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Waem
روتردام
د هالنډ په روتردام ښار کې دا بندر د اروپا تر ټولو لوی او په نړیواله کچه په ۱۲ مقام کې ځای لري. دا بندرګاه ۴۲ کیلومتره اوږدوالی لري. له دې ځایه اکثره کانتینرونه لیري ختیځ، شمالي امریکا او جنوبي امریکا ته استول کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Murat
لاس اینجلس/ لانګ بیچ
دا بندر د لاس اینجلس له ډاون ټاون څخه ۳۰ کیلومتره سویل ته پروت دی. د دې ترڅنګ د لانګ بیچ بندر هم دی. د لویو بیړیو د تګ راتګ او توکو له پلوه دا په نړیواله کچه د لویو بندرونو په کتار کې په ۱۰ مقام کې ځای لري.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Masterson
دوبۍ
په دوبۍ کې د جبل علی پورټ په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی بندر دی. په ۱۹۷۰ م کال کې د صحرایي ریګ یا شګو د پاسه جوړ شوی دا بندر په نړیواله کچه ۹ تر ټولو لوی بندر دی.
بوسان د سویلي کوریا تر پلازمېنې سېئول وروسته د دې هیواد تر ټولو دویم لوی ښار او نړیوال تجارتي مرکز دی. په نړیواله کچه دا د نړۍ ۶ مهم بندر دی.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Heon-Kyun
هانګ کانګ
هانګ کانګ لا د بریتانیي مستعمره وه چې په جنوبي بحیره کې یې ستراتیژیک ارزښت ټولو ته واضح شوی وو. اوس یي له چین څخه ځانګړی انتظامي حیثیت ترلاسه کړی دی. د ۲۰ میلیونه کانتینرونو له تګ راتګ سره دې بندر په نړیواله کچه پنځم مقام ترلاسه کړی دی.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Favre
سینګاپور
له ۲۱ میلیونه کانتینرونو سره د سینګاپور بندر د نړۍ د دویم تر ټولو لوی بندر درجه ترلاسه کړې ده. دې بندر ته له تخنیکي پلوه د تر ټولو عصري بندرګاه درجه هم ورکړل شوې ده. د اروپا او سویلي ختیځ آسیا له پاره دا تر ټولو مهم بندر دی.
انځور: picture-alliance/dpa
شنګهای
شنګهای د نړۍ تر ټولو لوی او مصروف بندر دی. په ۲۰۱۵م کال کې له دې ځایه ۳۶،۵ میلیونه کانتینرونه استول شوي دي. دا د هامبورګ په پرتله درې برابره زیات دی.
انځور: picture-alliance/dpa/dpaweb/A. Tu
عددونه او شمیرې
له ارقامو او شمیرو سره لیوالتیا درلودونکو کسانو له پاره دلته په یوه ګراف کې د نړۍ د ۲۰ لویو بندرونو درجه بندي ښودل شوې ده.
انځورونه1 | 11
د طالبانو حکومت پر اتباعو، سوداګرو او مسافرو ټينګار کړی دی چې په دې لاره دې نه ځي او د وضعیت تر ښه کیدو پورې دې د تورخم او سپین بولدک له سرحدي لارو څخه استفاده وکړي.
د غلام خان بندر په دې وروستیو کلونو کې څو ځله د سیاسي او امنیتي شخړو له کبله تړل شوی دی. دغه اقدام د عام خلکو او سوداګرو دواړو په تاوان دی او کاروباریانو ته یې سخت زیانونه اړولي دي.
په ۲۰۲۳م کال کې د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ له مذاکراتو مخکې او د دویم ځلي پرانیستل کیدو څخه مخکې دغه بندر نږدې درې اونۍ تړل شوی و.
اعلان
پر تجارت د بندر تړل کیدو اغیزې
سیمه ایز سوداګر او موټر چلوونکي وايي چې په ناڅاپي ډول بندیدو په خوست او پکتیا ولایتونو کې سوداګریز فعالیتونه اغیزمن کړي دي. دغه لاره د تازه محصولاتو، درملو او صنعتي موادو په ګډون د توکو د لیږد رالیږد له پاره یوه مهمه لاره ده او د افغانستان د کمزوري اقتصاد د بهترولو له پاره مهمه ده.
موټر چلوونکو او سوداګرو پر دواړو هیوادونو غږ کړی دی چې ستونزې دې د خبرو اترو له لارې حل کړي او له داسې اقداماتو څخه دې ډډه وکړي چې سوداګرۍ ته د لا زیات زیان اوښتو سبب کیږي.
دا بندر په داسې یو وخت کې تړل کیږي چې تازه میوې او سبزیجات رسیدلي دي او د حاصل د راټولولو وخت یې دی چې له کبله یې سوداګرو ته د ډیر زیات اوښتو اندېښنه موجوده ده.