1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مشروعيت د تر لاسه کولو له پاره طالبانو ته د پاکستان مشورې

۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير افغانستان ته په خپل سفر کې له طالب چارواکو سره د ملاقاتونو پر وخت د نړيوالو له خوا په رسميت د پيژندل کيدو په موخه هغوی ته سلامشورې ورکړي. طالبانو هم له قريشي سره خبرې اترې ګټورې بللي دي.

Pakistan Treffen des Außenministers mit den Taliban
انځور: picture-alliance/AP Photo/Pakistan Foreign Office

د لوړې کچې دا خبرې اترې واک ته د طالبانو تر رسيدو کابو نهه اونۍ وروسته په داسې حال کې ترسره شوې چې پلازمينه کابل د بريښنا د پرې کيدو له کبله په تيارو کې ډوب وو.

د طالبانو د واک په دې څو اوونيو کې د دواړو ګاونډيو هېوادونو يعني افغانستان او پاکستان ترمنځ هم د هوايي ترافيک او سرحدي لارو د کنترول پر سر يو څه ترینګلتياوې وليدل شوې.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په کابل کې وويل: «د يوه ګاونډي، خير خواه او دوست په توګه ما هغوی ته وويل چې څه ډول ګامونه بايد پورته کړي څو یې نړيوال په رسمیت وپيژني.»

قريشي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر هم ورسره مل، وويل رئيس الوزراء حسن اخوند او د طالبانو د کابينې له زياترو غړيو سره يې ليدلي دي. نوموړي زياته کړه چې په دې خبرو کې په افغانستان کې د يوه ټول شموله حکومت پر جوړولو، د ښځو حقونو ته پر درناوي، د نجونو د زده کړې په اهميت او له نړيوالو ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پرې کولو پر موضوعګانو بحث وشو.

قريشي وويل: «که دوی [طالبان] د دې مسئلو په مورد کې عادلانه چلن وکړي نو په رسميت د پيژندل کيدو پړاو به ورته آسان شي.» د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې هغه زیاته کړه چې په رسميت د پيژندل کیدو له پاره «فضا مخ پر ښه کيدو ده.»

خو له قريشي سره تر ملاقات لږ د مخه له نړيوالو نورمونو سره د طالبانو چلند له شديدو نیوکو سره هغه وخت مخامخ شو چې طالب جنګيالو د ښځو د حقونو په تړاو د يوه اعتراض په اړه د رپوټ ورکولو له کبله خبريالان وهلي ول.

پرون، پنجشنبه کابو ۲۰ تنو ښځو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په کابل کې يونيم ساعته مارش ترسره کړي خو يو بهرنی خبريال چې دغه احتجاج ته یې پوښښ ورکاوه، توهين شوی او وهل شوی وو. لږ تر لږه دوه نور ژورنالستان هم وهل ډبول شوي ول خو په دې ترڅ کې څوک نیول شوي نه دي.

په احتجاج کې ګډون کوونکو ښځو کار او زده کړو ته د لاس رسي غوښتنه کوله.

«ډېر ښه تعامل»

پاکستان له هغو دريو هېوادونو څخه يو دی چې په ۱۹۹۰مه لسیزه کې یې د طالبانو حکومت په رسميت پيژندلی وو او اوس هم داسې ګڼل کيږي چې پر دغه ډله ډېر ژور نفوذ لري.

د طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست امیر خان متقي د قريشي سره ليدنه کتنه «يو ډېر ښه تعامل» وباله چې په خبره یې په دې ترڅ کې د تجارت او د سرحدونو د بيرته پرانيستلو موضوعګانې وڅېړل شوې.

د سرحدي پاټکونو د تړل کيدو له کبله په سپين بولدک کې په افغان ميوو بار لارۍ په دې وورستیو اوونیو کې ځای پر ځای ولاړي دي او د لارۍ چلوونکي او تجاران د توکو د خرابيدو له کبله سخت شکايتونه کوي.

انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

قريشي د تجارت او همدا راز د افغانانو له  پاره د ویزې د يوه ډېر آسان سيستم د رامنځته کولو خبره وکړه. هغه وويل چې د طالبانو يو پلاوی به ډېر ژر په دې موخه پاکستان ته سفر وکړي.

د قطر او ازبکستان د بهرنيو چارو د وزيرانو وروسته قريشي دريم د بهرنيو چارو وزير دی چې واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته یې کابل ته سفر کړی دی. د چهارشنبې به ورځ په مسکو کې د چين او پاکستان په ګډون د طالبانو يوه لوړ رتبه پلاوي ته هم هرکلی وویل شو.

روسيه پر طالبانو فشارونه واردوي چې د اسلامي دولت يا داعش ډلې پر ضد مبارزه وکړي چې په حواله یې دغه ډله د افغانستان حساس وضعيت نور هم خرابوي.

طالبان چې په هېواد کې د اقتصادي او بشري بحران سره مخامخ دي، د دې په بدل کې د نړیوالو له خوا په رسميت پيژندل کیدو ته ليوال دي. د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو د رئيس الوزرأ مرستيال عبدالسلام حنفي وويل: «د افغانستان انزوا د هيچا په ګټه نه ده. او دا خبره په ماضي کې هم ثابته شوې ده.»

ب. ص/ خ. ح (AFP)