1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: مقدساتو ته د سپکاوي په تور يو تن په اعدام محکوم شو

۱۴۰۲ فروردین ۵, شنبه

د پاکستان په شمال لويديځ کې د ترهګرۍ ضد يوې محکمې يو تن په اعدام محکوم کړی دی. په هغه باندې تور لګول شوی چې د وټس اپ په يوه ګروپ کې يې مقدساتو ته د سپکاوي ډک محتويات خپاره کړي وو.

د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمه
د پېښور د ترهګرۍ ضد محکمهانځور: Faridullah Khan /DW

مقدساتو ته سپکاوی په پاکستان کې يوه ډېره حساسه موضوع ده چې د ثبوت پرته تورونه هم د تاوتريخوالو او قهرجنو ډلو د راپارېدو باعث ګرځېدلی شي. سيد محمد ذيشان د الکترونيکي جرمونو د مخنیوي قانون او ترهګرۍ ضد قانون له مخې اوس په پېښور کې په بند او اعدام محکوم شوی دی. د فرانسې خبري آژانس د محکمې له خوا جاري شوی حکم ترلاسه کړی چې په کې راغلي دي چې »تورن کس سيد محمد ذيشان، د سيد زکاالله زوی وروسته له دې چې پړ وبلل شو، په بند کې اوس محکوم شوی دی.«لاهور: قهرېدلو خلکو یو سړی ديني مقدساتو ته د سپکاوي په تور په وهلو وژلی

ذيشان د مردان د ښار اوسېدونکی دی چې د ۱،۲ ميليونه پاکستاني روپيو (۴۳۰۰ امريکايي ډالرو) په ورکولو او ۲۳ کاله بند هم محکوم شوی دی. هغه اوس د مرافعې حق هم لري. یو رواني ناروغ په پاکستان کې د کفر ویلو په تور سنګسار شوی

دغه قضيه هغه مهال راپورته شوه کله چې محمد سعيد، چې د پنجاب آيالت د تلاګنګ کلی اوسېدونکی دی، د فدرالي پلټنو له ادارې سره داسې قضيه درج کړه چې ذيشان يې دوه کاله پخوا د واټس اپ په يوه ګروپ کې مقدساتو ته د سپکاوي ډکو محتوياتو په شريکولو تورن کړ. 

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب