1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د پاکستان روغتونونه د کرونا په مريضانو ډک شوي دي

۱۳۹۹ آذر ۱۷, دوشنبه

د پاکستان روعتونونه د کرونا په مريضانو ډک شوي دي او د دې وبا د دويمې څپې په ترڅ کې روغتونونه له سختو مشکلاتو سره مخ دي. د پيښور په يوه روغتون کې د آکسيجن د کمښت له کبله اوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Pakistan Coronavirus
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

د پاکستان د ډاکترانو د ټولنې يا «پی ام ای» مشر سجاد قيصر د يکشنبې په ورځ وويل چې په روغتونونو کې وضعيت نور هم د خرابيدو په حال کې دی او هره ورځ د کرونا نوې پېښې ثبتيږی.

نوموړي وويل چې د کرونا له کبله په روغتونونو کې بستريدونکي ناروغان په خراب وضعيت کې وي او د دوی له پاره بسترونه هم بسنه نه کوي. هغه زياته کړه: «نوی ناروغ که ډېر ښه بخت ولري نو بستر ورته رسيږي که نه نو د يوه بل مريض تر خاریجيدو بايد انتظار وباسي.»

په روغتونو کې پر بسترونو سربیره د وينټيلاتورونو او آکسيجن ډبو د کمښت ستونزه هم موجوده ده. دا هغه شیان دي چې د کرونا د مريضانو د ژوند په ژغورلو کې مهمه دي.

د پيښور په يوه روغتون کې د اوو تنو مړينه

شنبې شپه د پېښور په خيبر ټیچنګ روغتون کې د آکسيجن د ختميدو له کبله د کرونا ۷ مريضانو ژوند له لاسه ورکړی دی. د روغتون وياند فرهاد خان وويل چې د طبي آکسيجن د ټانک د ډکولو له پاره له راولپنډۍ ښار څخه آکسيجن راوړل کيد، خو د دغه آکسيجن د نه رسيدو له کبله مريضان و نه ژغورل شول.

د خيبر پښتونخوا د روغتيا وزير تيمور خان جهګړا په دې اړه د تويتر له لارې په خپل پېغام کې وويل چې د روغتون مشترتابه به د دې پېښې په اړه خپلې څېړنې په ۴۸ ساعتونو کې بشپړې کړي او نتايج به یې له خلکو سره شریک کړي.

د ويروس په چټګۍ خپريدل

په پاکستان کې د دسمبر مياشتي له دويمې نیټې راهيسې هره ورځ کابو درې زره نوې پېښې رامنځته کيږي او په تيرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۵۸ مريضان مړه شوي دي.

دا خبره هم د يادولو وړ ده چې په دغه هيواد کې د کرونا د تيست کچه ډېره ټيټه ده. د رسمي شمیرو په حواله په تیرو ۲۴ ساعتو کې د کرونا ۴۱ تيستونه شوي دي.

تر اوسه په پاکستان کې په ټولیزه توګه د کرونا ۴۱۶ زره او ۴۹۹ مثتبې پېښې ثبت شوي دي او ۸ زره او ۳۶۱ کسان د دې وبا له کبله مړه شوي دي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل