پاکستان کرنیز او اقلیمي بیړنی وضعیت اعلان کړی دی
۱۴۰۴ شهریور ۲۰, پنجشنبه
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کابینې په جلسه کې د کرنیزو محصولاتو تخریب او زرګونو هکټاره حاصل خیزه ځمکو تر اوبو لاندې کیدو ته په اشارې سره وویل: «مونږ پریکړه کړې ده چې بیړنی اقلیمي او زراعتي وضعیت اعلان کړو.»
چارواکو ویلي دي چې د پنجاب ایالت په ۴۴۰۰ کلیو کې د وریجو، پنبې او جوارو حاصلات لمنځه تللي دي. د زراعتي تاوانونو د ارزونې پایلې به راتلونکې اونۍ اعلان شي.
د فدرال او ایالتي حکومتي مشرانو څخه تشکیل شوې کمیټه به، له دې وضعیت سره د مقابلې له پاره یوه جامع طرحه جوړه کړي.
په پاکستان کې د کړکیچ د مدیریت ادارې اعلان کړی دی چې د شدیدو بارانونوپه سبب د سیندونو د طغیانې کیدو، ناڅاپي سیلابونو او ځمکې ښویدنې له کبله د جون میاشتې له وروستیو څخه تر اوسه پورې ۹۲۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر(اوچا) ویلي دي چې شاوخوا ۱،۶ میلیونه وګړي د سیلاب له خطر سره مخامخ دي او کیدای شي ژغورنې یا انتقال کيدو ته ضرورت ولري. ځکه په خبره یې د هغو سیندونو اوبه چې تر حده ډېر ډک شوي، سویلي ایالت سند ته رسیدلي دي.
په پاکستان کې په ۲۰۲۲م کال کې پراخو سیلابونو او هغو ناروغیو چې د سیلابونو له کبله خپره شوي وې، په مجموع کې تر ۲۰۰۰ څخه د ډیرو کسانو ژوند اخيستی وو.