آلمان: د افغانانو د منل کيدو کابو هره دويمه ژمنه لغوه شوې
۱۴۰۴ دی ۳۰, سهشنبه
د «نویې اوسنابروکر» ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په ګڼه کې ويل شوي دي چې دا معلومات د آلمان د پارلمان د کيڼ اړخه جناح د يوې پوښتنې په ځواب کې د حکومت له خوا وړاندې شوي دي.
د دې معلوماتو په حواله د تېر میلادي کال په می میاشت کې د آلمان د مسيحي ديموکرات، سوسيال مسيحي او سوسيال ديموکرات ګوند د ائتلافي حکومت له جوړېدو راهېسې ۷۸۸ افغانان آلمان ته راغلي دي او د نورو کابو ۴۱۰ کسانو د انتقاليدو پروسه جريان لري.
اړونده موضوع: د المان د منل کیدو پروګرام: دوبرینت غواړي یو شمیر افغانانو ته منفي ځواب ورکړي
خو ټولې هغه ژمنې چې د اقامې د قانون د ۲۲ مادې پر اساس د بشري حقونو په نوملړونو او موقت برنامو کې شاملو کسانو ته ورکړل شوې وې، د دې نوي حکومت له خوا په دې دليل چې الزامي بڼه نه لري، بیرته واخیستل شوې. همدا راز ويل شوي دي چې د دغه کسانو د منل کيدو له پاره نوره سياسي ليوالتيا موجوده نه ده.
د آلمان حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د واک د ترلاسه کولو وروسته له هغو خلکو سره د منل کيدو ژمنه وکړه چې دغه هېواد کې یې د آلمان د پوځ او يا نورو موسساتو سره همکاري کړې وه.
له هغو خلکو سره هم د منل کيدو ژمنه شوې وه چې د بشري او يا نورو دلايلو پر اساس له ځانګړي خطر سره د مخامخو کسانو په توګه درجه بندي شول، لکه د ښځو او يا بشري حقونو فعالين.
په برلين کې د حکومت تر بدليدو وروسته نوي حکومت د نورو کسانو منل په شدت سره محدود کړل. دا چې له دې کسانو څخه یې اکثريت لا دمخه پاکستان ته پناه وړې وه، نو اوس هغوی هلته بند پاتې دي.
د کيڼ اړخه ګوند له لوري نيوکې
د آلمان کيڼ اړخه ګوند د منل کيدو د ژمنو لغوه کیدل غندي. د کیڼ اړخه ګوند د کډوالۍ سياست د برخې ویاندې کلارا بونګر، د «نویې اوسنابروکر څايټونګ» ته وويل چې «دا غیر مسئولانه، ناوړه او په انساني توګه د نه زغم وړ عمل دی.»
نوموړې همدا راز وويل چې اغیزمن کسان له کلونو راهېسې آلمان ته د پلان شوي سفر په ترڅ کې په پاکستان کې د آلمان په ملاتړ میشت ول او مرسته ورسره کيدله. بونګر، زياته کړه: «دې ته په کتلو سره د آلمان حکومت اوس نه شي ویلی چې هیڅ مسئوليت نه لري او دغه کسان د طالبانو خپلسرۍ ته چې د انسان او ښځو ضد ده، پريږدي.»
اړونده موضوع: د المان له خوا د منل کیدو ژمنه لرونکي افغانان په پاکستان کې نیول شوي
بونګر، وويل چې د آلمان د کورنيو چارو د وزير الکساندر دوبرينت، د ژمنو برخلاف د آلمان حکومت اوس هلته د پاتو سيمه ایزو کارکوونکو نيمايي برخه یې هم بې مرستې پريږدي. هغې وويل چې له ۲۱۸ سيمه ایزو کارکوونکو څخه یې يوازې د ۸۱ او د هغو د کورنۍ د غړيو د منل کيدو ژمنه پرځای پاتې ده. «اړينو امنيتي ارزونو ته اشاره يا د هغوی حواله ورکول يو بشپړ انحرافي تاکتیک دی ځکه له هغو کسانو یې يوازې د ۳ سلنه په اړه چې مرکې ورسره شوي دي، د چارواکو له نظره رښتوني او يا ادعا شوې امنيتي انديښنې موجودې دي.»
د آلمان د حکومت په حواله د ۲۰۲۵م کال د دسمبر تر ۳۱ نیټې پورې د ۲۰۲۱م کال له می میاشتې راهېسې په ټوله کې ۳۷ زره او ۶۵۲ افغانان د منل کيدو پروګرام له لارې آلمان ته راغلي دي. دمګړۍ د آلمان په اداري محکمو کې د منل کيدو د لغوه شويو ژمنو په اړه يو شمیر دوسیې تر کار لاندې دي.