پاکستان: عمران خان د ۱۴ کلونو بند په سزا محکوم شوی
۱۴۰۳ دی ۲۸, جمعهد «ای آر وای» شبکې په حواله د پاکستان د کرېکټ مشهور ستوری او پخوانی لومړی وزير عمران خان، نن، جمعه (د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ ۱۷) د القادر ټرسټ کيس په نامه قضيه کې د ۱۴ کلونو بند په سزا او ميرمن یې بشری بي بي د ۷ کلونو بند په سزا محکومه شوې ده.
په دې قضيه کې چې له هغو مالي قضيو څخه چې عمران خان ورسره مخامخ دی، تر ټولو لويه ده، پريکړه د راولپنډۍ ته څيرمه په آډياله زندان کې د فساد ضد محکمې له خوا شوې ده چې عمران خان پکې د ۲۰۲۳م کال له اګست میاشتې راهېسې زنداني دی.
اړونده موضوع:عمران خان او مېرمن ېې د غیرقانوني واده په قضيه پر حبس محکوم شول
قاضي ناصر جاويد، وويل: «څارنوالۍ دا قضيه ارزولې ده. خان محکوم شوی دی.» نوموړي د عمران خان، له پاره د ۱۴ کلونو او د هغه د میرمنې له پاره د ۷ کلونو بند سزا اعلان وکړ.
دې قضيې له يوې غیر دولتي د خیر ښېګڼې ټولنې «القادر ټرسټ» سره تړاو درلود چې عمران خان، او ميرمن یې بشری بي بې په ۲۰۱۸م کال کې هغه وخت جوړه کړې چې عمران خان لومړی وزير وو.
د القادر ټرسټ په دې قضيه کې پر عمران خان تور دی چې د هېواد د ځمکو د خرڅلاو ستر سوداګر، ملک رياض، ته یې د غير قانوني امتيازاتو په بدل کې د خپل ځان او میرمنې له پاره ډېره ځمکه ترلاسه کړې وه.
د عمران خان غبرګون
د عمران خان د ګوند يوې ویاندې مشال يوسفزۍ، په حواله بشری بی بي چې په دې وروستيو کې په ضمانت خوشې شوې وه، هم د محکمې د پريکړې وروسته نيول شوې ده.
عمران خان، په دې منځ کې ويلي دي چې هغه به له حکومت سره هیڅ ډول معامله ونه کړي. نوموړي په زندان کې خبريالانو ته وويل: «زه به نه کومه معامله وکړم او نه به هم کومه مرسته يا آسانتيا وغواړم.»
اړونده موضوع: د عمران خان ښځې ولې زندان ته د لیږدول کیدو غوښتنه کړې؟
عمران خان، په ۲۰۲۳م کال کې تر نیول کيدو راهېسې پر هغه لګول شوي هر ډول تورونه ردوي او دا تورونه له واک څخه د هغو د ګوښه کولو په مقصد د خپلو سيالانو يوه توطيه بولي.
د عمران خان، يوه وکيل فيصل چوهدري، وويل چې دا پريکړه به د پاکستان په ستره محکمه کې وننګوي.
د خان، د محکمولو تر پريکړې وروسته یې د «پاکستان تحريک انصاف» په نامه ګوند د پارلمان استازو په اسلام آباد کې د پارلمان د ودانۍ مخې ته احتجاج وکړ او ویې ويل چې پخوانی لومړی وزير ناحقه جزايي شوی.