1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

پاکستان امريکا ته د تگ منتظر افغانان له اخراجه مستثنی کړي

۱۴۰۲ آبان ۱۴, یکشنبه

د پاکستان حکومت خپلو چارواکو ته امر کړی دی چې هغه افغانان نه ونيسي چې انتظار کيږي د امريکا متحده ايالاتو ته به انتقال شي. پاکستان غواړي په سلونو زره افغانان اخراج کړي.

Pakistan | Afghanen müssen das Land verlassen
افغانان له پاکستان څخه خپل هيواد ته ستنيږيانځور: Farooq Naeem/AFP/Getty Images

د اسلام آباد له لوري پر سند نه لرونکو افغانانو د وتلو د ږغ کولو راهيسې تر ۱۸۰ زرو څخه زيات افغانان له پاکستان څخه افغانستان ته واپس تللي دي. ياد عدد سرحد ساتونکو چارواکو وړاندې کړی دی. د پاکستان حکومت و ټولو هغو کسانو ته چې په پاکستان کې د پاته کېدو لپاره اړين اسناد نه لري امر کړی و چې د نوامبر تر لومړۍ نېټي دي له پاکستان څخه ووځي. د دا ډول افغانانو شمېر ۱،۷ مليون اټکل شوی دی.

له دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و چې هغه افغانان چې د امريکا متحده ايالاتو، بريتانيې، آلمان يا کاناډا ته د لېږدول کېدو په انتظار دې، د اخراج د خطر سره مخامخ دي. د ياد سازمان په وينا دا ځکه چې د دغو کسانو د پاکستان د ويزو ميعاد پای ته رسېدلی دی. دغه افغانان په افغانستان کې د طالبانو د پر واک راتلو وروسته پاکستان ته راغلي ول.

يو شمېر لوېديځوهيوادونو لا د هغو افغانانو د راوستلو پروسه نه ده بشپړه کړې، کوم چې د طالبانو د پر واک راتلو وروسته د خپلو کورنيو سره پاکستان ته تللي ول. د افغانانو زيات شمېر دغه کورنۍ په پاکستان کې په دې انتظار دي چې و لوېديځو هيوادونو ته د تلو پروسه يې بشپړه شي. خو هغوی د ناڅرگند برخليک سره مخامخ دي.

۱۱۵۰ افغانان امريکا ته د تگ په انتظار

د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت په يو ليک کي راغلي: »د امريکا د سفارت په وينا ۱۱۵۰ افغان اتباع د امریکا د متحده ايالاتو له خوا سپانسر شوي د منل کېدنې په پروگرام کې داخل دي.« د نوامبر مياشتې په دويمه نېټه ليکل شوي دغه خط يو نقل د فرانس پرېس خبري آژانس لخوا هم کتل شوی دی.

په ليک کې زياته شوې: «د دې هيله کيږي چې دا يقيني کړل شي چې هغه افغان اتباع چې په ليسټ کې راغلي دي، هغوی تر امرثاني پورې نه ونيول شي.»

دا د هغه وروسته چې د امريکا متحده ايالاتو د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د نوامبرلومړۍ نېټه) پر اسلام آباد ږغ وکړ چې هغه افغانان پرېږدي چې د پناه غوښتنه کوي.

د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت وياند، ماتيو ميلر د چهار شنبې په ورځ ويلي ول: «موږ د پاکستان په شمول د افغانستان پر ټولو گاونډيو هيوادونو ږغ کوو چې هغو افغانانو ته د داخلېدو اجازه ورکړي چې د نړيوال محافظت غوښتونکي وي او د بشري مرستو د نړيوالو سازمانونو سره په همږغۍ هغوی ته بشري مرستې ورسوي.»

په مليونونو افغانان په خپل هيواد کې د تيرو لسيزو د تاوتريخوالې له کبله گاونډي هيواد پاکستان ته مهاجر شوي دي. په هغوی کې د يو اټکل له مخې ۶۰۰ زره هغه افغانان هم شامل دي چې په کابل کې د طالبانو د بيا واک ته رسېدو وروسته پاکستان ته مهاجر شول. طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اگست کې بيا و واک ته تر رسېدو وروسته د اسلامي شريعت سخته دريځه تعبير پلي کړی دی.

پاکستان وايي چې ځکه سند نه لرونکي بهرنيان له خپل هيواد ځخه اخراجوي ولې چې د خپلې ټولنې «ښېگڼې او امنيت» ته يې حتمي کار دی. پاکستان تور لگوي چې په دغه هيواد کې د وسله والو بريدونو تر شا لاس لرونکي وسلوال له افغانستان څخه خپل بريدونه پلانوي، خو کابل دا تورونه ردوي.

آ./ا.ا./ن.ص.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب