1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکايي پوځ د پاکستان سيلاب ځپلو ته مرستې رسول غواړي

۱۴۰۱ شهریور ۱۲, شنبه

د امريکا متحده آيالات سيلاب ځپلي پاکستان ته د يوه پوځي مرستندويه ماموريت استولو ته چمتووالی نيسي. دغه خبره د جمعې په ورځ د امريکا د وسله والو ځواکونو مرکزي قوماندې وکړه.

پاکستان کې د روانو سيلابونو یو انځور
پاکستان کې د روانو سيلابونو یو انځورانځور: Muhammad Sajjad/AP/dpa/picture alliance

«د امريکايي پوځ مرکزي قومانده يا سېنټ کام اسلام آباد ته يو مرستندویه ټيم استوي څو تعيين کړي چې د امريکا د دفاع وزارت څه ډول بالقوه ملاتړ کولی شي...دا په پاکستان کې د سيلاب د کړکېچ په ډګر کې د متحده آيالاتو د مرستو يوه برخه ده»، دغه خبره د متحده آيالاتو د دفاع وزارت وياند ډګروال جو بوکينو په يوه بيانيه کې کړې ده.

دغه پرېکړه وروسته له هغه کيږي چې د سېنټ کام قوماندان، جنرال ايريک کوريلا د پاکستان د پوځ له مشر، جنرال قمر جاوېد باجوه، سره د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) تليفوني خبرې وکړې. متحده آيالات د پاکستان پوځ ته د هر بل هېواد په نسبت تر ټولو زياتې وسلې ورکوي، خو د دواړو هېوادونو تر منځ ارتباطات وار په وار ترينګلي هم وي. په تېره په ۲۰۱۱ کال کې د امريکايي ځواکونو له خوا د اسامه بن لادن وژنې چې يوې پوځي اډې ته څېرمه پټ شوی و، د اسلام آباد او واشنګټن تر منځ ژور اختلافات رامنځ ته کړي دي. خو يو کال مخکې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره متحده آيالاتو د اړيکو د بېرته ټينګولو هڅه کړې ده.پاکستان کې سيلابونه؛ چارواکي وايي بشري مرستې مخ په ډيرېدو دي

موسمي اورښتونو د پاکستان دريمه برخه خاوره لاندې کړې

موسمي بارانونو د پاکستان دريمه برخه خاوره لاندې کړې ده. په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو د ناورين له کبله د مړو شمېر يې اوس لږ تر لږه ۱۲۶۵ تنو ته لوړ شوی دی. د پاکستان په سويلي سند آيالت کې په تازه سيلابونو کې له پنځوسو ډېر کسان وژل شوي دي. هغوی له شمال څخه د راغلو اوبو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې تر سیلابونو وروسته د روغتیایي کړکېچ خطر
دغه خبره د پاکستان د ناورينونو ضد ملي ادارې د جمعې په ورځ کړې ده. چارواکو د سيلابونو يا نيزونو د راوتلو دليل اقليمي بدلون بللی چې له کبله يې هوا د پخوا په نسبت افراطي شوې ده. په داسې حال کې چې پاکستان د کاربن په نړيوالو افرازاتو کې له يوې سلنې کمه ونډه لري، دغه هېواد په لسو هغو هېوادونو کې راځي چې د نړيوالې تودوخې اغېزې تر ټولو زياتې ګالي.

آ/ن.ص./خ.ح.