1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهپاکستان

پي ټي آی: د عمران خان مېرمن په ضمانت له زندانه خوشې شوه

۱۴۰۳ آبان ۳, پنجشنبه

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وايي، د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان مېرمن، بشرا بي بي، د پنجشنبې په ورځ له زندانه خوشې شوه. بي بي د دولتي ډالیو د خرڅلاو قضیې په تړاو له څو مياشتو راهیسې زندان کې وه.

د آرشیف انځور - بشرا بي بي د ۲۰۲۳م کال په دسمبر کې په آډياله ځانګړي زندان کې ېوې ځانګړې محکمې ته د حاضرېدو پر مهال
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ګوند وايي د پخواني صدراعظم عمران خان مېرمن بشرا بي بي د پنجشنبې په ورځ د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر ۲۴مه له زندانه خوشې شوهانځور: Anjum Naveed/AP Photo/picture alliance

د رويټرز خبري آژانس په حواله د عمران خان مېرمن نن پنجشنبه د اکتوبر ۲۴مه د محکمې د ضمانت پر اساس له زندانه آزاده شوه. نوموړې شاوخوا نهه میاشتې په زندان کې وه.

بشرا بي بي نن د چهارشنبې په ورځ د پاکستان د راولپنډۍ ښار د آډياله له زندان څخه آزاده شوې ده. د هغې مېړه، او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان، هم د تېرکال اګست میاشت راهیسې په آډياله زندان کې بندي دی. خان هغه تورنه ردوی چې دی پرې زندان ته اچول شوی دی.

بشرا بي بي د روان کال په جنوري میاشت کې د عمران خان د واکمنۍ پر مهال د دولتي ډالیو د ناقانونه خرڅلاو قضيې سره په تړاو نیولې شوې او زنداني شوې وه.

د عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) تېره ورځ وویل چې د اسلام آباد محکمې د بشرا بي بي ضمانت کړی او هغه به له بنده آزاده شي.

د پي ټي آي چيرمن، ګوهر علي خان، وويل چې بشرا بي بي له زندانه تر خوشې کېدو وروسته په اسلام آباد کې خپل هستوګنځي ته انتقال کیږي. بشرا بي بي د عمران خان دریمه ښځه ده.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب