1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

عمران خان: ګوند مې د «بشپړه سرکوبۍ» سره مخامخ دی

۱۴۰۲ تیر ۲۵, یکشنبه

د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او پخواني لومړي وزير، عمران خان د آلمان ږغ د کانفليکټ زون خپرونې سره په خبرو کې وويل چې پر وړاندې یې ۱۸۰ جرمي دوسيې پرانستل شوي دي.

Pakistan Lahore | Ehemaliger Premierminister Imran Khan im AFP-Interview
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د پاکستان پخواني لومړی وزير، عمران خان وايي چې په هيواد کې يې راتلونکې ټاکنې ښايي وځنډيږي. نوموړي هغه تورونه رد کړل چې ګواکی ده د طالبانو په وړاندې تر اندازې زيات دوستانه چلن کاوه.

عمران خان اندېښنه وښودله چې ښايي ډېر ژر بېرته زنداني شي، ځکه چې له تېر کال راهيسي ورباندې تقريبا ۱۸۰ دوسيې جوړي شوي دي. هغه وويل، «تر ۷۰ کلنۍ پوري يې هيڅ ډول جرمي دوسيه نه درلوده خو په تيرو څو مياشتو کې اوس تقريبا ۱۸۰ (جرم) دوسيې لرم.»

دغه هم ولولئ: د عمران خان پر رسنيز پوښښ بندیز لگول شوی؟

نوموړي دا څرګندونې د آلمان ږغ په کانفليکټ زون پروګرام کې د ياد پروګرام پر مخ بيوونکي ټيم زيبستين ته وکړې. دغه خپرونه د ۲۰۲۳  کال د جولای په ۱۴ ثبت او په ۱۵مه نېټه خپره کړل شوه.

خان تر مخه هم ويلي و  چې پر ضد يې جوړي شوي دوسيې ټول سياسي انګېزه لري. په وينا يې د دغو دوسيو مقصد له مشرتابه څخه د هغه اړخ ته کول او له راتلونکو ټاکنو مخکې د هغه ګوند ته زیان اړول دي. دغه ټاکنې د اکتوبر او نوامبر د مياشتو لپاره پلان شوي دي.

خان چې له لاهور څخه د دويچه وېله سره پر ليکه و، اضافه کړل: «زما د ټول ګوند مشران يا خو پټ او يا هم په زندان کې دي. تقريبا ۱۰ زره ګوندي ملګري مو دمګړی په زندانونو کې دي. په دې توګه نو زما د ګوند د بشپړه سرکوبه کولو چاره ادامه لري.«

آ./ا.ا./ز.ن.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب