1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهپاکستان

پاکستان له «ديجيتالي ترهګرۍ» سره د مبارزې ځانګړي محکمې جوړوي

۱۴۰۳ مرداد ۳, چهارشنبه

د حکومت په حواله د دې محکمو موخه دا ده چې «ديجيتالي ترهګرو» او په مجازي نړۍ کې د ديجيتالي موادو له لارې «د دولت ضد پروپاګند» کوونکو پر وړاندې ګامونو پورته شي. دا محکمې د اليکترونيکي جرمونو د قانون پر بنسټ جوړې شوي.

د ټولنیزو رسنیو له لارې د کرکې خپرولو پر ضد ګامونه
د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چوهدري، وويل چې د پوځ او د پوځ د مشرتابه پر وړاندې په ټولنیزو رسنيو کې «ديجيتالي ترهګري» فعاله ده.انځور: onathan Raa/Sipa USA/picture alliance

د پاکستان فدرالي حکومت په ټولنیزو رسنیو کې د دولتي ادارو او اشخاصو پر وړاندې پر پروپاګند کوونکو او کرکه خپرونکو عناصرو باندې د کړۍ د راتنګولو پريکړه کړې ده. حکومت د سه شنبې په ورځ د اليکترونيکي جرمونو د مخنيوي د قانون (پيکا) پر اساس په اسلام آباد کې د ځانګړو محکمو د رامنځته کولو اعلان کړی دی.

حکومت ويلي دي چې په دې محکمو کې به د هغو خلکو د اقامې دعوو دوسیې پر مخ وړل کیږي چې په ديجيتالي ترهګرۍ او په مجازي نړۍ کې د ديجيتالي موادو له لارې د دولت پر ضد پروپاګند کې لاس ولري.

د پاکستان د قانون وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې راغلي دي چې د ځانګړو محکمو د جوړولو پريکړه د اسلام آباد د لوړې محکمې د جون د ۲مې نیټې د پريکړې په رڼا کې او د لوړې محکمې د مشر قاضي سره تر مشاورت وروسته شوې ده او د فدرالي کابينې له خوا هم تائيد شوې ده.

د پاکستان د پوځ اعلاميه

په زړه پورې خبره دا ده چې د فدرالي حکومت تر دې پريکړې يوه ورځ مخکې د پاکستان پوځ وياند جنرال احمد شريف چوهدري، وويل چې د پوځ او د پوځ د مشرتابه پر وړاندې په ټولنیزو رسنيو کې «ديجيتالي ترهګري» فعاله ده. هغه وويل: «ديجيتالي ترهګر د جعلي خبرونو پر بنسټ د پوځ، د پوځ د مشرتابه او عوامو ترمنځ پر اړيکه باندې بريدونه ترسره کوي.»

د دوشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو د برخې مشر وويل چې د قانون پلي کوونکو ادارو پر کارکوونکو په بريدونو کې د لاس درلودونکو او «ديجتيالي ترهګرو » موخه يوه ده او هغه دا چې دواړه غواړي پوځ او مشرتابه یې په نخښه کړي. 

د پاکستان پوځ ويلي چې ديجيتالي ترهګر د جعلي خبرونو پر بنسټ د پوځ، د پوځ د مشرتابه او عوامو ترمنځ پر اړيکه باندې بريدونه ترسره کوي.انځور: W.K. Yousufzai/AP/picture alliance

نوموړي زياته کړې: «ديجيتالي ترهګر» د معمول د تروریستانو په څېر پر ټولنه د نفوذ له پاره د ګرځنده تلیفون، کمپيوتر، درواغو، جعلي خبرونو او پروپاګند په څېر ابراز کاروي.»

نوموړي زياته کړه: «که چېرې یې مخه ونه نیوله شي نو نوره فضا به هم ورته په لاس ورشي. له همدې کبله موږ دې غير قانوني عناصر ته اجازه نه شو ورکولی.»

«ديجيتالي ترهګري» څه ته وايي؟

 په دې وروستیو کې د پاکستان لوړپوړي حکومتي او پوځي چارواکي اکثراً د «ديجيتالي ترهرهګرۍ» کليمه کاروي. په دې ترڅ کې نه يوازې دې ته د ماتې ورکولو هوډ څرګنديږي، بلکې دا هم ويل کيږي چې په دې کې د لاس لرونکو سره هم باید حساب کتاب وشي.

چارواکي په ګډه سره د پخواني لومړي وزير عمران خان، د پاکستان تحريک انصاف ګوند (پي ټي آی) د ديجتيالي ترهګرۍ مسئول ګڼي.

د اطلاعاتو وزير عطا تارړ، په دې وروستيو کې د ټي ټي آی پخوانی حکومت په پاکستان کې د طالبانو د بيرته راستنولو مسئول وګرځاوه. نوموړي ويلي ول چې يوه لوري ته «ترهګرو» ته پناه ورکړل شوه او بل لوري ته دوی احتمالاً د پوځ  پر عمومي مرکز (جي اچ کيو) او نورو دولتي ادارو بريدونه وکړل.

دغه حکومتي وياند وويل چې د پاکستان تحريک انصاف ګوند د «نيشنل ايکشن پلان» يعني په هېواد کې د ترهګرۍ او تندلارتوب د له منځه وړلو پلان په عملي توګه ختم له منځه وړی. 

د يادولو وړ ده چې د پيکا قانون د هغه وخت د پاکستان مسلم ليګ (ن) يا نواز شريف د ګوند د حکومت له خوا نافذ شوی وو او دا دليل یې وړاندې کړی وو چې څو پيړۍ زاړه قوانين د ۲۱مې پيړۍ د عصري آلاتو له خوا متوجې ګواښونو سره د مبارزې له پاره بسنه نه کوي.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله اردو، آژانسونه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب