1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان د راجستر شوو افغان مهاجرو د پاتېدو موده غځولې ده

۱۴۰۳ تیر ۲۱, پنجشنبه

پاکستان نږدې شپږنیم سوه زره راجستر شوو افغان مهاجرو ته یو کال نور هم په دغه هیواد کې د پاتېدو اجازه ورکړې ده. خو حکومت دا هم ویلي دي چې د بې اسناده مهاجرو د اخراجولو لړۍ به جاري ساتي.

Pakistan | Grenzstadt Chaman | Abschiebung afghanischer Migranten
پاکستان غیر قانوني مهاجرو ته د تیر کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی وو.انځور: Abdul Ghani Kakar/DW

د پاکستان حکومت تیر کال ټولو هغو پناه غوښتونکو ته له دغه هیواد څخه د وتلو امر کړی وو، چې په دغه هیواد کې د پاتېدو اجازه یا اسناد نه لري. دوی ته خبرداری ورکړل شوی وو چې له دغه هیواده د نه وتلو په صورت کې به ونیول شي.

له دې حکم وروسته تر ۶۰۰ زرو ډېر افغانان له پاکستانه ووتل. د اسلام آباد له دې پریکړې وروسته په افغانستان کې د طالبانو ادارې او پاکستان ترمنځ اړیکې خړې شوې.

د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې د ۲۰۲۵م کال کې د جون تر ۳۰ نیټې پورې د پروف آف رجسټریشن (پي او آر) کارت لرونکو ۱۴ لکه او ۵۰ زره مهاجرو د کارتونو مودې غځول تایید شو.

دغه تائیدي په داسې یو وخت کې کيږي چې د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ مشر فليپو ګرانډي پاکستان ته د خپل درې ورځني سفر په وروستۍ ورځ یعنې سې شنبه د دغه هیواد له لومړي وزیر شهباز شریف سره لیدلي و.

د یادونې وړ ده چې پاکستان غیر قانوني مهاجرو ته د تیر کال د نومبر تر لومړۍ نیټې پورې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړی وو. د مهلت له پای ته رسیدو وروسته د غیر قانوني مهاجرو چې اکثریت یي افغانان ول، د اخراجولو لړۍ پيل شوې وه.

د (UNHCR) په اعلامیه کې څه ویل شوي؟

د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (UNHCR) په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې فليپو ګرانډي «د غیر قانوني مهاجرو د بیرته ستنونې پروګرام د ځنډولو ستاينه کړې ده.»

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې په حواله «دا خبره صحیح نه ده». د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوچ خبریالانو ته وویل: «د پاکستان له خواله UNHCR سره داسې هیڅ موافقه نه ده شوې او دا پروګرام په خپل ځای پاتې دی او په منظم او پړاویز شکل تطبیق کیږي.»

په پاکستان کې د افغان مهاجرو نه ختمیدونکې ستونزې

04:43

This browser does not support the video element.

په ورته وخت کې په تورخم بندر کې د پاکستان د مهاجرت ادارې یوه کارمند وویل چې دوی افغانستان ته د بیرته ستنیدونکو کډوالو د راجستر کارتونو ترڅنګ د اړونده اسنادو ضبط کول پیل کړي دي.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر تر ټولو مصروف بندر تورخم کې ګمارل شوي دغه کارمند وویل: «موږ د کورنیو چارو وزارت تر لارښوونې وروسته دا کار عملي کوو.»

نوموړي د نوم پټ ساتل کیدو په شرط د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: «د دې اقدام هدف د دې خبرې ډاډ ترلاسه کول دي چې دوی به بیرته پاکستان ته نه راځي او د تل له پاره ځي، په داسې حال کې چې د ویزې له ترلاسه کولو وروسته بیرته راتللی شي.»

له تیرو څو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د مختلفو شخړو او جنګونو له کبله په لسګونو زره افغانان پاکستان ته مهاجر شوي دي. د ۲۰۲۱م کال په اګست کې په افغانستان کې یو وار بیا د طالبانو له واکمنیدو وروسته نږدې ۶۰۰ زره افغانان بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.

اسلام آباد تل خپل دریځ واضح کړی دی چې په لوړه پيمانه د افغان مهاجرو د بیرته ستنولو پروژه یې د امنیتي انديښنو له کبله پیل کړې ده.

په همدې منځ کې د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د زیږدلو افغان ماشومانو ترڅنګ بهرنیو اتباعو ته د تابعیت ورکولو په قانون کې د اصلاحاتو مسوده پارلمان ته وړاندې کړې ده.

په دې کې د پاکستان د تابعیت قانون د څلورمې مادې د لغوه کولو وړاندیز هم شامل دی چې له مخې یې هر بهرنی ماشوم چې په پاکستان کې زیږیدلی دی د پاکستان د تابعیت ترلاسه کولو حق لري.

د اصلاحاتو مسوده کې وړاندیز شوې ده چې په پاکستان کې زیږدلو هغو ماشومانو ته تابعیت ورکول کیدلی شي چې یو له والدینو څخه یې پاکستاني تابعیت ولري.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب